کور / راپور / چارواکي: د جلال اباد په صرافۍ مارکیټ کې د رامنځته شوي پېښي درې تنه عاملین نیول شوي دي.

چارواکي: د جلال اباد په صرافۍ مارکیټ کې د رامنځته شوي پېښي درې تنه عاملین نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند صرافانو مارکیټ کې د روانې میاشتې په شپږمه نیټه د رامنځته شوې پېښې درې تنه عاملین د ملي امنیت منسوبینو له لورې تر نیولو وروسته د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وښودل شول.د یاد کنفرانس پر مهال ننګرهار والي سربېره،د ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند، قومي مشرانو،د صرافانو اتحادیې مسؤلینو او غړو،دیني عالمانو او خبریالانو شتون درلود.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د مرغومې میاشتې په شپږمه نیټه د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند صرافانو مارکیټ کې پېښه رامنځته شوه،چې له امله یې یو تن صراف ووژل سو او د درې میرمنو په ګډون ۵ تنه ټپیان شول.

نوموړي زیاته کړه، نظامي شورا په رامنځته شوې پېښه خواشینې وه او د خلکو په همکارۍ یې د موضوع پرلپسې تعقیب وکړ،صرافۍ څخه یې له نږدې لیدنې وکړې او د یوې مسلکي کمیټې له لورې یې د هغه مسؤلینو څخه څېړنې پیل کړي،چې په مسؤلیت سره یې دنده نه وه ترسره کړې .

هغه وویل: د ملي امنیت د هلو ځلو په ترڅ کې معلومه شوه،چې د صرافۍ پېښې اصلي طرحه کوونکی د فیصل په نوم یو صراف دی،چې د کونړ ولایت اصلي اوسیدونکی دی .

ننګرهار والي وویل، د ملي امنیت منسوبینو د خلکو په همکارۍ پلان جوړونکی صراف فیصل،برید کوونکی عزت، او له صرافۍ څخه د پيسو تښتوونکی عبدالله درې واړه په مرکز جلال اباد ښار او کونړ ولایت کې ونیول .

ښاغلي منګل د ملي امنیت مؤظفینو څخه مننه وکړه،چې د صرافانو مارکیټ کې د رامنځته شوې قضیې اصلي عاملین ئې پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپارل،خو له خلکو یې غوښتنه وکړه،چې د هر ډول پېښو د مخنیوي په موخه امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او همدا راز پخپلو سیمو کې ناوړه خلکو ته ځای ورنه کړي .

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل: يو شمیر مسؤلین چې د یادې پېښې د رامنځته کېدو پر مهال یې خپل مسؤلیت په ښه توګه نه دی ادا کړی څارنوالۍ ته به ئې د رسنیو پر وړاندې ور وپېژني او په وینا یې د یوې اونۍ په اوږدو کې ملي امنیت مؤظفینو ۲۴ تنه د انسان تښتوونې د قضیو په جرمونو نیولي دي .

د عزت په نوم نیول شوی کس چې په تفنګچې سره یې صراف هم په وژلی وو،ویلي چې موخه یې د صرافۍ څخه د پیسو تر لاسه کول وو،همدا راز د پیسو اخیستوونکي عبدالله ویلي: چې په دې بریالی نه شو چې له صرافۍ څخه پیسې تر لاسه کړي، د قضیې طرحه کوونکی صراف فیصل پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی .

د صرافانو په استازۍ حاجي عبدالرحمن هډه وال او حاجي مصطفی رحیمي د ننګرهار والي،ملي امنیت منسوبینو او د نظامي شورا د ټولو غړو څخه مننه وکړه،چې د یادې قضیې عاملین یې ونیول او له دوی سره یې د تر ټولو سخت قانوني چلند غوښتنه وکړه .