کور / ترخې خبري / یوه ورځ افغان قونسلګري جده کې

یوه ورځ افغان قونسلګري جده کې


لیکوال: حامد افغان
زه، خوریی او د اکا زوی مې دریواړو د “الرحیلي” کمپنۍ موټر په کرایه ونیو، سکڼی ماښام له تبوکه مخ پر جده روان شوو، ورځ مو هم ویښه تېره وه، شپه مو کابو زر کیلومیتره لاره ووهله، سهار نه که لس بجې جده کې افغان قونسلګري ته ورسیدو، د قونسلګري دروازو ته د افغانانو کاږه واږه کتارونه ولاړ وو، موږ هم کتار کې ودریدو، دروازه کې مو سترګې ګنډلې او د انتظار شېبې مو شمېرلې.

د قونسلګري له خوا نظم او ترتیب نه و، مراجعینو به کله کتارونه جوړ کړل، یا به کله سعودي خاصو پولیسو په سپکه او ستوخه لهجه خلک منظم کړل، خو افغاني بې نظمه مزاج په دې کمزورو ترتیبونو پیاوړی و، ګډوډي به زیاته شوه، شور اوشور زوږ به جوړ شو او د ځان غوښتني بل په ځمکه ویشتلو یا کوهي ته ټېل وهلو افغاني طبیعت به معامله خرابه او ګډه وډه کړه.

هغه ورځ مې دا پوسټ فېسبوک ته پورته کړ: ( د جده شریف قونسلګري به منئ، نن یې د تورو ډنډو، سوکانو، څپېړو او ښکنځل ډوله قومنده په زور له قانونه باغي افغانان منظم کول!) پخپله د افغان قونسلګري کارکوونکو یواځنی نظم مې د هغوی په شرټ، پتلون او نیکټایي ګانو کې ولید، نور حال او اخلاقي رویه یې زما د فېسبوک په دویم پوسټ کې لاندې درته بیانوم.

د جدې قونسلګري یوه مامور په یوه افغان برید وکړ، هغه چې مخکي خلک منظم کول، نو “لطفاً” لفظ یې ډېر کاروه، کله چې یې په هغه افغان برید وکړ نو د سوکانو کارولو په مهال یې هم ډېر تېز تېز (لطفا لطفا) تکراروه، دومره تېز چې د “لطفاً” له “فاء” سره یې لاړي بادیدلې، مال ربه خیر… نو عافیت مې دا وبللـه چې جده پریږدم او ریاض ته ولاړ شم. خو ریاض ته له روانیدو مخکي د وی په اړه نوري خبرې هم لرم. او لاندې یوه پوسټ کې د قونسلګري د یوه وحشي کارکوونکي وحشيانه چلند روښانه کوم.

د جدې قونسلګري یو مامور دروازه کې ولاړ و، ډېر په غوسه یې خلکو ته د نظم مراعت کولو په اړه تقریر کاوه، یوه تقريباً درۍ کلنه افغانه نجلۍ یې خواته راغله، ده چې دروازه پوري کوله د هغې ماشومي ګوتې په کې بندي شوې او په سويو کړیکو یې له درده زما زړه هم ولړزوه، مامور صیب هغې نجلۍ ته په قهر وویل: دلته څه بلا غواړې … نجلۍ سختي چیغې وهلې چا یې مور ته ورسوله، مامور صیب یې مور او نورو مېرمنو ته په لوړ اواز په قهرجنه لهجه وویل: وه خوندو! اولادونه مو سمبال کړئ دا مو څه ریشخند جوړ کړئ… او د ده په قهرلړلو چیغو کې د نجلۍ سوې ژړا هم خاموشه شوه.

له ځانه سره مې کړه: دلته هم د شفقت ځای وحشت او شقاوت نیولی، په دومره وړه ماشومه چې یې هم زړه نه سوځي، پر موږ به څه رحم وکړي. د دې کارکوونکي کړه وړه مې ډېر وڅارل، هغه سخته سپکه ژبه لرله، سمه خبره یې بېخي زده نه وه. د ده له داسې ناسم چلند او سپکو خبرو نه سخت خپه شوم، په تېره بیا چې د ده له دې بداخلاقي سره مې د مراجعینو ځان غوښتنې، اخلاقي کمزوري او بې ادبۍ یو ځای ولیدلې هغه مې په بل پوسټ کې په لاندې توګه ولیکلې.

یوه به لاس پورته او ناره کړه: په کوران زه له فلان ځايه راغلی یم، بل به چیغه کړه: په ولا زه څووم ځل راغلی او کار مې نه دی سوی او… دا څو ورځې جده او ریاض کې د سعودي میشتو مسافرو منځ کې پاته شوم، قسمونه او قرانونه کیدل، ټېلې او ټمبې، نارې او سورې وې. په دیوالونو ختل او لویدل او دروازې یې ګړبه ولې، هر یو د خپل هدف او مدعا لیونی و او خپل کار ته سپېلنی او ګړندی و.

هيڅوک آن د مشر، بوډا، معیوب او آن مېرمنو په کیسه کې هم نه و، په بابیزه خبره غوسه، کرکه، یو بل ترټل او ښکنځل اسانه کار و! کله خو پریده پریده ته هم خبره رسیدله. متاسفانه او بیا متاسفانه له دې حالته مې څوک مستثنا ونه لیدل. په کتار کې ولاړ وم، د دې خلکو د حالت په رڼا کې مې د خپل ولس موجوده او اینده مطالعه کوله، زموږ په ناپوهۍ او بې رحمۍ مې ډېر ځله غونۍ ځيږ شو، ماغزو کې مې شور او اور بل شو، هک پک ولاړ وم، نمژني سترګې مې غړولې او زړه مې د یأس بې رحمه څپېړې خوړلې.

بله ورځ د نمبر اخیستلو په نیت قونسلګري ته ولاړو، نن هم اوږده کتارونه، ټېلې او ټمبې وې، تر غرمې مو د نمبر اخیستلو مکرري ناکامه هڅې وکړې، هیڅ مو ترلاسه نه کړل، ریاض کې مې یوه ملګري سره اړیکه ونیوله، هغه راته کړه دلته ازدحام کم دی ورځ کې کار خلاصیږي، ریاض ته ولاړو او هلته مو ورځ کې کار وشو.

د الله شکر دی شکایتي مزاج نه لرم، بل چې په شکایت ووينم، هم یې منعه کوم، شکایت منفي چلند او پديده ده، تش ځان زورول دي او ځیني خو په شکایت سره خپله تنبلي او سستي پټوي او مسؤلیت د نورو پر غاړه باروي. کله بیا داسې هم وي چې شکایت کې ګټه او مصلحت نغښتی وي، په ځانګړې توګه له مسؤلو جهتونو او ادارو نه سالم شکایت ګټور وي. دا کرښې جده کې د افغان قونسلګري په اړه شکایتونه دي، خدای دې وکړي مسؤلو اړخونو ته ورسیږي او په اړه یې غور وکړي.