کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : دولت او طالبان  يوبل ته د مرګ ژوبلو …

ميدان وردګ : دولت او طالبان  يوبل ته د مرګ ژوبلو …

دميدان وردګو دولتي چاروکي تيره شپه په جګړه کې مو پنځه تنه طالب جنګيالي وژلي خو ذبيح الله مجاهد بيا وايې چې ددولتي سرتيرو دري پوستې يې نيولي اونيږدې ١٥تنه سرتيري يي وژلي دي


امنيه قوماندان جنرال مظفرالدين وايې چې جګړه تيره شپه دکابل کندهار په لويه لار دنرخ ولسوالۍ اړوند ددرانيو په سيمه کې رامنځ ته شوه اوپه ترڅ کې يې پنځه تنه طالبان وژلي اوته تنه يې ژوندي نيولي شوي دي


هغه وويل چې په سيمه کې  جګړه اوس هم روانه ده اودبهرنيو ځواکونو سره په ګډه يې عمليات پيل کړي دي اويوه سيمه کې محاصره کړي ده چې ګومان کيږي هلته بۀ وسله وال مخالفين ځاي پرځاي شوي وي وي .


امنيه قوماندان وويل چې پنځه واړه مړي يي ولايت ته راوړي اودسيمې خلک يې غوښتنه کوي خو ده ويل چې په دې اړه به والي پريکړه کوي .


ذبيح الله محاهد بيا وايې چې تيره شپه په جګړه کې يې دري پوستي نيولي او١٥ سرتيري يي وژلي دي .


نوموړي ويل چې په دې جګړه کې يې پنځه تنه طالبان هم دبهرنيانوپه بمباريو کې وژل شوي دي .


نوموړي ويل چې دوي  د١٥ ميلونه زياتې سپکې اودرندې وسلې نيولي دي .