کور / تازه خبرونه / نادعلي ولسوالي: د ۲ ولسي وګړو پر موټر … ماينونه چاودلي

نادعلي ولسوالي: د ۲ ولسي وګړو پر موټر … ماينونه چاودلي

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د لوئ مانده په سيمه کي د سه شنبې په ورځ سهار د لاري په اوږدو کي د دوو سيمه ايزو خلکو پر موټر ځاى پر ځاى سوى ماين چاودلي چي په پايله کي يې د دغه ولايت د پوليسو د مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال په وينا يو کوچنى هلک او د هغه پلار وژل سوي دي د پوليسو مشر وايې دغه ماين وسله وال طالبانو د پوليسو موټر ته ځاى پر ځاى کړى وو چي له وړاندي پر ولسي خلکو چاودلي دي .


خو وسله والو طالبانو تر اوسه ددغي پيښې په اړه څه نه دي ويلي .


د يوه بل خبر په مخي د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي دوه غله هغه مهال پوليسو لاس په لاس نيولي کله چي دوئ غوښتل د يوې صرافۍ څخه پيسې غلاکړي ، پوليسو ويلي چي وروسته دغه کسان په خپل موټر کي د عبرت لپاره په عام بازار کي ګرځولي دي .