لوي څارنوال د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد شو Fotos

د لراوبر اداره | جولای 15th, 2008


لوي څارنوال عبدالجبار ثابت ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد شو .


دهيواد لوي څارنوال عبدالجبار ثابت وايې چې غواړي دراتلوونکي کا ل دولسمشرۍ ټاکنوته ځان کانديد کړي .



لوي څارنوال دغه څرګندونې نن دپژواک خبري اژانس له خبريال سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړي دي


لوي څارنوال عبدالجبار ثابت چې دحامدکرزي په حکومت کې ترډيره بريده دقاطع تصميم نيوونکيو چارواکيو په ډله کې دي دوه کاله وړاندې هغه مهال چې لوي څارنوال په توګه وګمارل شو  ډيرى هغه قانون ماتونکي اوخاينان يې دمحاکمې ميز ته راکش کړل .


لوي څارنوال دفساد  په وړاندې دمبارزې په خاطر دجهاد ترعنوان لاندې خپله مبارزه پيل کړه اوترننه دوام لري .


 که څه هم دشمالي ټلوالې يوشمير ټوپکيانو ورته څه ستونزې پيداکړي خوپه ټوليزه توګه يې ډيرى شمير خاينان اوقانون ماتوونکي دقانون منګلوته وسپارل .


لوي څارنوال په داسې حال کې دخپل ځان دکانديدو څخه خبر ورکوي چې تيره اونۍد امريکې دنيږدې شل ورځني سفر څخه راستون شوي دي .


لوي څارنوال وايې چې ترډيره حده ډاډه دي چې ټاکنو کې به بريالى شي .


هغه وايې چې ترهغې پورې به دحامد کرزي پوره ملاتړ اواطاعت کوي  اودحکومت دپاليسو سره سم به کار کوي ترڅو دټاکنوشيبې رانيږدې کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024