د ګوانتنامو وېډيو په لومړي ځل خپره سوې
عمر خضر ۱۵ کلن وو؛ چي د امريکايي ځواکونو له خوا ونيول سو.
کاناډايي رسنيو راپورونه ورکړئ چي دلمړي ځل لپاره په ګوانتانامو کښي ديوه بندي څخه دپوښتنو پر مهال ډکه سوې ويډيو خپره سوې ده.
دا ويډيو په ۲۰۰۳ ميلادي کښي ډکه سوې ده؛چي دکاناډايانو لخوا په رسمي توګه د۱۵ کلن بندي عمر خضر څخه چي دامريکايي ځواکونو لخوا نيول سوئ وو دهغه دنيوني په اړه پوښتني کيږي .
دا وېډيو په پټه د هوا د کوم پيپ پذريعه ثبت سوې ده.