کور / تازه خبرونه / پکتيکا : ملي اردو د چاودېدونکو توکو …موټر د نيولو خبر ورکړئ

پکتيکا : ملي اردو د چاودېدونکو توکو …موټر د نيولو خبر ورکړئ

ملي اردو په پكتيكا ولايت كې د چاوديدنكو توكو ډك موټر د نيول څخه خبر وركړ.


په پكتيا ولايت كې د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ډاګروال محمد ګل وويل چې د غه لوى لارۍ  موټر چې چاوديدونكو توكي پكې ځاى پر ځاى شوي ول د پاكستان له واڼه څخه د پكتيكا ولايت برمل ولسوالۍ ته د را اوړيدو پر مهال نيول شوى دى.


ده وويل چې موټر د سيمې د اوسيدونكو په همكارۍ نيول شوى او تر دې مهال پر ځاى ولاړ دى .


د ښاغلي محمد ګل په وينا په موټر كې ناست يو تن نيول شوى چې په اردو ژبه خبرې كوي او دا مهال تر پلټنې روانې دي.