کور / علمي / د نړۍ نفوس او لوږه

د نړۍ نفوس او لوږه

لیـــک او ژبـاړه: ح حقـوېش،
پـه نـړۍ کـي د هــري سـانیــې پـه تېـــریـدو سـره ۲۵۸ مـاشـومـان زېـږول کیـــږي. نـو د هـر یـو سـاعــت نـه ورستــه د نـړۍ نفـوس ۲۲۸۱۲۵ مــخ پـه زیـاتېــدو وي. او لـه دې څــخه داســي مـالـومیــږي چــي د دې کـال پـه ورستیـو کـي بـه د نـړۍ آبـادي وؤه نیــم میلیــارده کســانـو تـه ورسیـږي چــي هــر کـال ۸۳۰۰۰۰۰۰ کسـان زېـږول کیــږي.

د آتلسیمـي پېـــړۍ پـه ورستیـو کـي انــدازأ د نـړۍ ټـول نفـوس تـر یـوه میلیــارد لیـــږ وه. تـر ۱۹۴۰ز کـال پـوري د خلــک نفـوس وده وکــړه او تـر دوه میلیــارده واوښــــت. خـو د ۱۹۵۰ز کـال څـــخه د نفـوس پـه زیـاتېــدو کـي ډیـره تیـــزي پیــدا شـو. چــي د یـو اشــاره آتـه(۱.۸) څـــخه هــم زیـات شـو. تـر ۱۹۶۴ز کـال پـوري یــې تـر نـور هـر وخــت لا ډیـره وده وکــړه. چــي دا وخــت پـه کـال کــي د نفـوس د زیـاتېــدو شمیــره د دوه اشـاره یـو(۲.۱) څـــخه هــم زیـاتـه شـوې وه. د بیلګـې پـه تـوګـه د انـدونیـــزیـا نفـوس پـه ۱۹۶۱ز کـال کـي وونیـوي(۹۷) میلینـه وؤ چـي پـه ۲۰۱۰ز کـال کـي دا نفـوس دوه سـوه وودېـرش اشــاره شپـــاږ(۲۳۷.۶) میلینـه تـه ورسېــــدو چـي پـه نهـه څلـوېښــت(۴۹) کـالـو کـي ۱۴۹ پـه سلـو کـي زیـات شـول. د هنــــدوستـان نفـوس پـه ۱۹۵۱ز کـال کـي ۳۶۱.۱ میلینـه وؤ. چــي پـه ۲۰۱۱ز کـال کـي دا نفـوس یـو میلیــارد او دوه سـوه لــکه تـه ورسېــدو چـي پـه ۶۰ کـالـو کـي ۲۳۵ پـه سلـو کـي نفـوس زیـات شـوی وؤ او نـړۍوال د نفـوس دومــره زیـاتېــدو تـه حیــــران شـول.

د بــي بــي ســي پـه یـوه راپـور کـي پـه ۱۸۰۴ز کـال کـي د نـړۍ نفـوس یـو میلیــارد وؤ.

پـه ۱۹۲۷ز کـال کـي دوه(۲) میلیـارده شـو.

پـه ۱۹۵۹ز کـال کـي درې(۳) میلیــارده شـو.

پـه ۱۹۷۴ز کـال کـي څلــور(۴) میلیــارده شـو.

پـه ۱۹۸۷ز کـال کـي پینځـه(۵) میلیــارده شـو.

پـه ۱۹۹۹ز کـال کـي شپــاږ(۶) میلیــارده شـو.

پـه ۲۰۱۱ز کـال کـي وؤه(۷) میلیــارده شـو.

او پـه ۲۰۲۰ز کـال کـي بـه د خلــکو نفـوس وؤه اشــاره وؤه(۷.۷) تـه ورسیــږي.

نـو د دې پېــړۍ پـه ورستیـو کـي بـه د نـړۍ ټـولـه نفـوس ۲۷ میلیــارده تـه ورسیــږي.

پـه دې هکـله نـړۍوال شنـونــکي وایــي غــم دا نـه ده چـي د نـړۍ نفـوس ولــي دومــره ډیـر پـه مــخ روان ده. غــم دا ده چـي د وخــت پـه راتــګ ســره بـه د انســانـانـو د ژونــد کـولـو لپــاره د استـوګنــي مځــکه ختــم شـي د خـورک لپــــاره بـه یــې خـوراکــي تـوکــي ختمـي شــي د کـار روزګـار لپــاره بـه ورتـه کـار نـه پیــدا کیــږي او کـه مځــکه ټـولـه د اوسېــدلـو لپــاره ځـانــګړې شــي بیــا د خـورک لپــاره چـي مـوږ کـوم څـه د مځــکي د زراعــــت څــخه تـر لاســه کـوؤ هــغه بـه هـر څـه لـه لاسـه ورکـړو د انسـان ژونــد بـه دومــره سخــت شـي خپــل انسـانـان بـه خپــلو کـي ســره خـوري.

• پـه نـړۍ کـي د نفـوس د زیـاتېــدو پـه خـاطــر څـه مـوده وړانــدي بیـن المــلل هــم یـو داسـي نـاهیــله راپـور خپــورکـړ. چـي پـه نـړۍ کـي د نفـوس زیـاتېــدل یــې حیـــرانـوؤنکـی خبـــر یـاد کـړ. او راپـور زیـاتــي وي چــي د نفـوس د زیـاتېــدو لـه امـله د مځــکي مخــه پـه تنــګېدو ده. چـي اوس مهــال پـه نـړۍ کـي ټـول خلــک د پـر مختـللو هېـوادونـه د متـوســط خلــکو غـونــدي ژونــد کـوي. نـو هــغوۍ تـه د منـابعــې د پـوره کـولـو لپــاره مـوږ همـــدغسـي یـوې بلــي مځـــکي تـه آړتیـــا لــرو. معنـا د مځـــکي د تنـګښت د امـله ستــره ستـونـږه قحــط او لـوږه ده. راپـور زیـاتـوي چـي پـه نـژدې لـیسیزو کـي د نـړۍ نفـوس آته(۸) میلیـــارده تـه رسیـږي نـو هـــغه وخــــت به د خـوراکــي تـوکـو بیـه دوه چنـــده لـوړه شــي.

زه چـي د نـړۍوالـو داســي مـوضــوع وؤ وینــم چـي د نفـوس، د مځــــکي د تنــګښت او د لــوږې پـه هکـله وي نـو مغـزو تـه مــي د پښتـو هـــغه کیسـۍ راشـي چــي مـوږ بـه پـه مـاشـومتـوب کـي ډیـره تـــکرارولـه. “نـه مڼــه ختمېـــده، نـه چـاړه پسېــده، او نـه غـاب ډکېـــده”؟

ځـواب:   نـړۍ!

مڼـه انســـانـان دي چـي څـومـــره پیـدا کیـږي هغـومــره مـــړه کیـــږي معنــا د مـرګ او ژونــد سلسلـه روانـه وي.

چـاړه مـرګ ده چــي څـومـــره خلـک پیـــدا کیـــږي. هغـومـــره کـه نــه وي خـو بیـا هـــم پـه ورځ کـي پـه لــکونـو انسـانـان وژل کیــږي.

غــاب مځـــکه ده چــي هــر څـومـــره انسـانـان مــړه شــي او کـه پیـــدا شــي خـو مځـــکه نـه وربـانــدي ډکیـــږي.

کـه څـه هــم مـا دلتــه ستـاسـو مختــه یـو ســاده مـوضـــوع کېښـودلـه خـو پـه دغــه هکلـه بـه لـومــړی د قـرآن شــریـف یـو آیـات ستـاسـو مختـه کښېږدم چــي د قـرآن شــریـف د سـورة هـود پـه ۶ آیـات کـي هســک څېښتن تعــالا(ج) د انســانـانـو د لـوږي او اسېــدلـو پـه هـکله فـرمـایــي:

وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِى الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّ فِى كِتٰبٍ مُّبِينٍ*

ژبـاړه:  پـه مـځــکه کښـي هیــــڅ داسـي كوم خوځنـــــده ساكښ نشته، چـي د هــغه روزي د الله(ج) په غاړه نه وي او د هــغه په باب ونه پوهیـــــږي چـي هــــغه چيــــري اوسیږي او چيـــــري هــــغه سپارل کیــــږي. هر څه په يو روښــــانه دفتـــر کښي ثبت دي.

د لا ډیـرو د پـوهیــولـو لپــاره د نـړۍوالـو څېــړونــکو نظــرونـه هــم ستـاسـو مختــه د ښـودلـو څــــخه نـه سپمـومــه. لـه نن څـــخه څـه مـوده وړانـــدي ځینـو خلـــکو د دې ستـونـزي لپـــاره داســـي حــل لاره راتـه پـه ګـوتــه کـړې وه. پـه نـړۍ کـي ۷۲۶۸۷۳۰۰۰۰ کسـان استـوګـن دي. خـو یـواځـــئ د امــــریـکا د ټیکســـاس ایـالـــت رقبــه ۲۶۸۸۲۰ مـربــع میـــله ده چــي ۷۴۹۴۲۷۱۴۸۸۰۰۰ مـربــع فټــه جـوړیــږي. کـه چیـــري مـوږ د نـړۍ پـه ټـول نفـوس ۷۲۶۸۷۳۰۰۰۰ بـانــدي یـواځـــئ د ټیکسـاس ایـالـــت مځـــکه وؤ وېشـو نـو هــر ســړی تـه ۱۰۳۱ مـربــع فټـه مځـــکه رسیــږي. لـه دې څـــخه داسـي مـالـومیـــږي چــي پـه نـړۍ کـي اوسنـي استـوګـن خلـــک ټـول پـه ټیکسـاس ایـالـــت کـي اوسېـــدلـــی شـي او هـر سـړي تـه دومــره غـــټ کـور پـه لاس ورځــي چــي پـه اوس وخـــت کـې ۵۰ پـه ســلو کـي خلـــک نـه لــري.

او د لـوږي پـه هکـله د نـړۍ دوه لـویـــي مـرستــه کـونـــکې آدارې, د بیـن المـلل “فـوډ اینــډ ایــګري  کلـــچر آرګنـایـزیشن(FOA) او ورلـډ فـوډ پـروګـرام(WFP) مـوږ تـه راښیـئ چـي هــر کـال پـه نـړۍ کـي شـوې غـله دانـه زمـوږ تـر اړتیـــا ډیـره وي. او ځینـه شنـونـکي بیــا وایـــي چــي زمـوږ د اړتیـــاوؤ څـــخه یـو پـه دوه ډیـره وي. پـه ۱۹۸۹ز کـال کـي یـو کتـــاب خپـور شـو “فـوډ اینـډ نیچـــرل ریسـورسـز” دا کتـاب ډیـوډپیمنټـل او کـارډبلیـو هـــال سمـون ورکـړی وؤ. او د دې کتــاب درېمـه بـرخــه پـه ۲۰۰۹ز کـال کـي د “فـوډ، انـرجـــي اینـــډ سـوســایټـــي” پـه نـوم خپـور شـو. پـه دې کتـاب کـي د ټـولنیـــز پـوهــانــد فـریــډرک بټــل او لارارینـــالـــډ لـوستـونـه دي. هغـــوۍ د نفـوس د زیـاتېـــدو پـه خـاطــر وایـــي. چــي د نفـوس زیـاتېـــدل او لـوږه هیـــڅ تـړاو نـه ســره لـري. دلتـــه غیـر عـادلانـه وېش کیـــږي چـــي مسـولیـــت یـــې د مسـولـه کسـانـو پـه غـاړه ده. پـه اوسنـــي وخـــت کـي ۸۰ پـه ســلو کـي غلـه دانـه ۲۰ پــه ســلو کـي د زورواکـانـو تـر واک لانــدي وي. او پـرمختللـي هېــوادنـو چــي څـومـــره غلـه دانـه بــې ځـایــه کـاروي کـه دوی دا غلـه دانـه د دریمـــي نـړۍ پـه خلـــکو وؤ وېشـي هیـــڅ یـو کس بـه هـــم د لـوږي نـه مــړ نشـي.

• بـایـــد ښـه پـه خـلاصـو غـوږو دا خبـــره خپـلو مغـزو تـه تېـــره کـړو چــي پـه نـړۍ کـي د نفـوس زیـاتېـــدل هیـــڅ زیـانمنـه خبـــره نـه ده. زیـانمنـه خبـــره دا د چـي څـو مـافیـــا او زورواکــي حـاکمـه وي نـړۍ تـه هـر راتلـونـــکی کس بـه بـــې شمېـره ستـونـزي ګـالـــي او پـراخ ټټــر بـه ورتـه ســاتـــي لـه دې سـره سـره بـه پـه تشـه ګېـــډه مـړ کیـــږي. او کـه چیــري مـافیـــا او زورواکـــي لـه منځـه ولاړه شـي هیـــڅ یـو کس بـه هـــم نـه ستـونـزي وؤ وینـــي او نـه بـه د لـوږي مـــړ شـــي.