کور / راپور / په امريکا کې افغان فرهنګي مرکز پرانستل شو

په امريکا کې افغان فرهنګي مرکز پرانستل شو

د امریکا متحدو ایالتونو په تګزاس ایالت کې نن د افغانانو لومړی فرهنګي مرکز پرانیستل شو. د دې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې په متحدو ایالتونو کې افغان سفیر ډاکټر حمدالله محب تر څنګ د هیوسټن ښاروال سلوسټر ټورنر، د کانګرس غړې جکسن لي ، د دې ایالت یو شمیر نورو استازو ، وتلې پخوانۍ دیپلوماټې، د افغانستان د چارو کارپوهې جوانې کینګ هیرنګ، د نوموړي فرهنګي مرکز مشر ښاغلي بشیر صافي، د مرکز غړیو او یو شمیر افغانانو ګډون کړی وو.د غونډې په پیل کې د هیوسټن ښاروال ښاغلي سلوسټر ټورنر افغان سفیر ډاکټر حمدالله محب ته ښه راغلاست ووایه او د یاد فرهنګي مرکز پرانیستل یې په بیلابیلو ډګرونو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د نښتلوونکو اړیکو پیلامه وګڼله. نوموړي هیله څرګنده کړه چې هیوسټن ښار به د خوېندو ښارونو تر پروګرام لاندې له کابل سره وصل او له دې لارې به په فرهنګي برخه کې د اړیکو نوی باب پرانیستل شي.

اخوا افغان سفیر ډاکټر حمدالله محب د یاد مرکز په جوړیدو کې د تګزاس ایالت د چارواکو له همکاري او لیوالتیا مننه وکړه. ښاغلي سفیر دا مرکز د دواړو هيوادونو د اړیکو لپاره مهم وباله او دداسې نوښتونو له لارې یې د دواړو هيوادونو د فرهنګي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د کنګرس غړې جکس لي په خپله وینا کې وویل افغانانو د هیوسټن ښار ته فرهنګي او ښکلا راوړې او ددې ځای د کلتوري تنوع مهمه برخه ګرځیدلې ده. هغې د افغاني خوړو ځانګړې ستاینه وکړه.

وروسته د افغانستان سفیر د نوموړي فرهنګي مرکز مشر ښاغلي بشیر صافي او ملګرو ته د ښه کار او ابتکار په پاس د سفارت له اړخه ستاینلیک ورکړ. ښاغلي صافي د کانګرس د غړې آغلې جکسن او د ایالتي استاځو لخوا هم ستاینلیکونه ترلاسه کړل.

د افغانستان کلتوري اتشه ښاغلي مجید قرار د نوموړي مرکز په اړه وویل چې دا ډول مرکز هم د افغانانو تر خپل منځ، او هم د افغانانو او نورو امریکایانو ترمنځ د اړیکو جوړولو لپاره اړین دی چې د محافلو د تدویر، فرهنګي او هنري فعالیتونو او علمي او فرهنګي راکړې ورکړې له لارې خلک د افغانانو له کلتور سره آشنا کړي.

افغان سفیر د محفل په پای کې د هیوسټن او شاوخوا سیمې له مختلفو شخصیتونو سره خواله وکړه.

دې محفل ته شمیر راغلو افغانانو هم د یاد فرهنګي مرکز د پرانیستلو هرکلی وکړ او یې هم د خپل منځي او له ځايی وګړو سره د ښو اړیکو د رامنځ کیدو او غځیدو په برخه کې مهم او ګټور وباله.