کور / سياسي / په نړۍ وړه حاکمه کلیمه “سیاست”، یعنې څه؟

په نړۍ وړه حاکمه کلیمه “سیاست”، یعنې څه؟

“لیکوال: زاهد “صدیقي

په ورځنیو خبرو اترو کې سیاست، سیاسي او سیاست پوه کلمې ډېرې کارول کېږي. که له کوم سیاست پوه پوښتنه وشي، چې “سیاست” یعني څه؟ نو ستونزمنه به وي چې، یاده پوښتنه په اسانۍ ځواب کړي. خو که، له کوم عام وګړي ورته پوښتنه وشي، نو ډیره ساده به يې ځواب کړي. “سیاست” وړه کلمه خو، پر لویې نړۍ واکمني کوي.

“سیاست” څه ته وایي؟

ولې ځانګړی تعریف نه لري؟

له “سیاست” څخه انګېرنې څه دي؟

ولې له “سیاست” څخه کرکه کېږي؟

“سیاست” مونږ ته څه راکړې او څه راکوي؟

د “سیاست” او ټولنیز ژوند ترمنځ څه اړېکه ده؟

پوهان، فکري مکتبونه او عام وګړي، “سیاست” څنګه انځوروي؟

د یادو او ورته ډیرو نورو پوښتنو ځوابونه به، په دې لېکنه کې ومومئ.

ډیری خلک سیاست بد او یو نه خوښوونکی امر بولي، ښایي حق په جانب وي. سیاست ذاتا غیرې اخلاقي او یا هم د اخلاقي ضوابطو څخه بهر وي. له ځواک څخه ناوړه ګټه پورته کول، د نفوذ اعمال او په بشپړه توګه فساد، د “سیاست” دایمي ځانګړنې بلل کېږي.

د سیاست علم د برخې بنسټ اېښدوونکی ارسطو، سیاست ته د (علومو د ارباب) نوم ورکوي او دا هم وایي چې، ” د سیاست په ډکر کې هرڅه  پیښیږي”.

د هارولد لاسول له انده: سیاست د هغه څه مطالعه ده، چې څوک څه ترلاسه کوي؟. ډیری د دې نظر په ردولو سره وایي، چې په هېوادونو کې د بازار اقتصادي سیستم دا ټاکي، چې څوک څه ترلاسه کوي.

که څه هم دا موضوع صحت لري خو پوښتنه دا ده، چې څوک د ازاد بازار سیستم ټاکي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”. خو هیره دې نه وي چې، سیاست په ذاتي ډول له اقتصاد سره اړیکه لري.

د اتشفشان او زلزلې طبیعي پیښو ته نظر وکړئ! د دې طبیعي پیښو قربانیانو ته څوک لازمې مرستې ور رسوي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”. که څه هم یاده پیښې طبیعي پیښې دي خو د ټولنې ټول وګړي ترې اغیزمن کیږي نو ځکه، باید د “سیاست” له لوري کنترول شي.

ویروس پیژندوونکي د مایکروسکوپ له لارې د ویروسونه او میکروبونو څیړنه کوي. څرګندېږي، چې دا کومه سیاسي کړنه نده خو، څوک یې باید بودجه وټاکې؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت، د ایډز د ناروغۍ د څیړنې په موخه د خپلو ډیرو روغتیایي پروګرامونو بودجې بندوي. که څه هم باکتریا، ویروس او ایډز طبیعي دي خو، مطالعه او څیړنه پرې،  یو سیاسي امر دی.

د سیاسي جغرافېا د امنیت د ټینګښت او کنترول لپاره قاهره یا امنیتي ځواک څوک رامنځته کوي؟

ځواب ساده دی. “سیاست”.

 له سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو سره ،څوک اړېکې جوړوي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

څوک، جګړو ته لمن وهي او له جګړو مخنیوی کوي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

څوک، په نړېوال سیاسي نظام کې لوبیږي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

قانون څوک رامنځته او پلې کوي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

دا چې ټول انساني او بشري ژوند سیاسي دی نو، راځئ د څو شېبو لپاره خپل انساني ژوند پرته له “سیاسته” انځور کړو. که انساني ژوند له “سیاست” پرته یا له “سیاست” سره تړلی انځور شي نو، ښایي انسانان یې بېلابېل تعبیر کړي.

د بیلګې په توګه:

  • که سیاست نه وای نو انساني ژوند به نه وای.
  • که سیاست نه وای نو یرغل به نه وای.
  • که سیاست نه وای نو زورځواکي به نه وای.
  • که سیاست نه وای نو دولت به نه وای.
  • که سیاست نه وای نو حاکمان به نه وای.
  • که سیاست نه وای نو جکړه به نه وای.
  • که سیاست نه وای نو سیاسي او نظامي رقابتونه به نه وای.
  • که سیاست نه وای نو ځنګلي قانون او طبیعي وضعیت به حاکم وای.
  • سیاست د انسانانو د طبیعي او مدني وضعیت ترمنځ توپیر رامنځته کړ.
  • سیاست د انسانانو ترمنځ د ټولنیز تړون لامل شو.
  • سیاست د ټولنیز او سیاسي نظم د رامنځته کیدو لامل شو.
  • سیاست انسانانو ته سیاسي او ټولنیز موقف ورکړ.
  • سیاست د سیاسي نظامونو ترمنځ د بېلابېلو تړونونو لامل شو.
  • سیاست د سیاسي او نظامي رقابتونو لامل شو.
  • سیاست درنې او سپکې وسلې وزیږولې.
  • سیاست دیکتاتوران او د قدرت تږي حاکمان وزیږول.

په ټوله کې څرګندېږي چې، هرڅه په یو ډول نه ،یو ډول سیاسي دي. د “سیاست” مطالعه او لیدلوری تقریبا د ټولو څیزونو مطالعه ده. برسیره پر دې “سیاست” یو مهم او اړین بحث هم دی. د ډیری خلکو فکر او ذهن د “سیاست” په اړه پوښتنه، ځواب لټوي چې “سیاست” څه ته وایي؟

د عامو وګړو له نظره:

“سیاست” یعنې درواغ، “سیاست” یعنې چل او فریب، “سیاست” یعنې غصه او قهر، “سیاست” په چل ځواک ترلاسه کول، “سیاست” خپلو ګټو او موخو ته رسیدل، “سیاست” د ټولنو پر وګړو ظلم او ستم، “سیاست” له انسانو څخه دیوې وسیلې په توګه ګټه اخیستل او…

د پوهانو له نظره:

د سیاست پوهانو، ټولنپوهانو، اروا پوهانو ،د نړۍ د سیاسي تیورۍ د خاوندانو لخوا او له علمي اړخه د “سیاست علم” بل ډول انځوریږي.

“سیاست” ته په انګلیسي کې (پوليټیکس) وایي. د یوناني کلیمې څخه اخیستل شوې ده. چې په مانا کې یې د ډېری شمېر پوهانو ترمنځ اختلاف دی. د نړۍ هیڅ سیاست پوه د “سیاست” د علم لپاره د واحد او ځانګړې تعریف ادعا نه شي کولای ځکه د “سیاست علم” واحد او ټول مننوونکی تعریف نه لري. ښایي یو دلیل یې دا وي، چې د نړۍ د هېوادونو سیاسي جوړښتونه او سیاسي نظامونه یو شان نه دي.

د بیلګې په توګه:

امریکا متحدو ایالاتونو کې د فډرالېزم نظام، انګلستان کې مشروطه سلطنتي، سعودي عربستان کې مطلقه شاهي، ایران ،افغانستان او نورو ډیری هېوادونو کې اسلامي جمهوري نظامونه واکمني کوي.

سره له دې هم د “سیاست” د علم لپاره تر اوسه نږدې ۲۰۰ ماناوې په ګوته شوې دي. د سیاسي علومو پوهانو او فکري مکتبونو د “سیاست” د علم لپاره ډول، ډول تعریفونه کړې دي.

لکه:

  • د ایټالیا سیاست پوه نیکلا ماکیاولي، چې د “سیاست” د علم په ډګر کې د نظر خاوند دی وایي: “په هر ډول هڅو، تدبیر، هنر، فریب او په چل د واک ترلاسه کول او ساتل یي سیاست دی.” ماکیاولي د واقعیت پالوونکو پوهانو له ډلې څخه یو و. نوموړي د “سیاست” یاد تعریف د خپلې ټولنې د شته واقعیتونو پر بنسټ وړاندې کړ. هغه په خپله ټولنه کې عملا لیدل، چې د ټولنې سیاست والو به د واک د ترلاسه کولو او ساتلو په موخه د ټولنې خلکو ته درواغ ویل او چل به یې ورسره کاو نو ځکه ماکیاولي له “سیاست” څخه یو داسې تعریف ترلاسه کړ.
  • فرانسوی څیړوونکی او متفکر “پل ژانټ” وايي، “د سیاست علم د ټولنیزو علومو هغه برخه ده، چې د دولت د بنسټونو او د حکومت د اصولو په اړه بحث کوي.” نوموړی په دې اند دی، چې د “سیاست علم” له حکومت سره مخامخه اړیکه لري او د “سیاست” ټول کاروبار له حکومت سره دی.
  • د سیاسی علومو بل سیاست پوه “سجویک” بیا په دې اند دی، چې د “سیاست علم” پر هغو ټولنو بحث او څیړنه کوي چې حکومت په کې واکمن وي. هیره دې نه وي، چې د “سیاست” ټاکوونکی او اجرایي عنصر ځواک دی او د ځواک پیژندنه د “سیاست” د علم لومړنۍ او اصلي دنده ده. واک د “سیاست” هسته او مرکز دی. د ژوندانه ټولې سیاسي هڅې د سیاسي ځوک د ترلاسه کولو لپاره دي.
  • د “نولي” په نوم د سیاست د ټګره بل سیاست پوه بیا “سیاست له امکاناتو څخه د ګټې اخیستلو هنر بولي.” دی وایي، که څه هم د ټولو سیاسي فعالانو لپاره شونې نده، چې خپلو موخو ته ورسیږي نو په دې صورت کې باید خپل ځواک له خپلو شته امکاناتو سره برابر کړي. هیڅ څوک له خپل شته ځواک او امکاناتو څخه ډیر، نه شي کولای د “سیاست” په ډګر کې ډیراغیز ولري. په هر اندازه چې څوک امکانات ولري نو په هماغه اندازه به یې ځواک او قدرت وي.
  • المانی مشهور ټولنپوه “ماکس ویبر” په دې اند دی، چې “سیاست” یعني حرفه، “سیاست” هغه هڅه دی چې د ځواک د ترلاسه کولو لپاره په کې ګډون کېږي. هرهغه څوک چې له هر فکر او هرې موخې سره، که چیرې موخې یي ارماني ، مادي ،ځای غوښتنې او یا د ځواک د ترلاسه کولو لپاره وي او کوم خوند ترلاسه کوی ،نو سیاسي عمل مو ترسره کړی دی.
  • د لېودیځو سیاسي پوهانو له لوري د “سیاست” په اړه له مهمو تعریفونو څخه یو هم دا دی، “د ځواک د ترلاسه کولو لپاره مبارزه او په ټولنه کې ترې ګټې اخیستلو ته “سیاست” وایي.”
  • هارولډ لاسکي بیا وايي، “سیاست” یعني “څوک یې ګټي؟ څه شی ګټي؟ څه وخت یې ګټي، ولې یې ګټي؟ او څنګه یې ګټي؟”
  • کایتانوموسکا پر انسانانو حکومت کولو ته “سیاست” وایي.
  • ځنې “سیاست” یوه عربي کلمه بولي، چې د (ساس او سوس) څخه اخیستل شوې ده. مانا یې اصلاح کول او ښایسته کول دي.
  • یو شمیر نور په دې اند دي، چې “پوليټیکس”د دوو یوناني کلمو څخه اخیستل شوی، چې پولي (څو) او (ټیکس) اړخ یا مخ ته وایي. “پوليټیکس” یعني د څو مخۍ په مانا دی.

“سیاست” د نورو سیاسي مفاهیمو په څیر مختلف او ډول، ډول اړخونه لري. دلته یو شمیر سیاست پوهان د تیوري او فکري مکتبونو بر بنسټ “سیاست” داسې بیان کړی دی.

  • کثرت پالوونکي:

د یاد فکري مکتب نظر دا دی چې، د “سیاست” پیل له متضادو ګټو څخه سرچینه اخلي. تر هغه چې په یوه ټولنه کې د وګړو ترمنځ تضاد نه وي رامنځته شوی، نو “سیاست” به هم رامنځته نه شي. پر دې اساس، “سیاست” هغه هنر دی، چې د متضادو ګټو ترمنځ په عادلانه توګه منځګړیتوب او جوړ جاړی وکړي. نو له دې امله د ډلو د ګټو ترمنځ د “سیاست” رول منځګړیتوب دی چې له جګړو او تاوتریخوالو څخه مخنیوی وکړي ځکه جګړه د “سیاست” پای دی.

  1. بنسټ پالوونکي:

بنسټ پالوونکي بیا پر دې اند دي، چې د “سیاست” تر ټولو مهم عنصر د هغه بنسټونه دي. “سیاست” د هغه د بنسټونو څخه پرته د پيژندلو وړ نه دی. په “سیاست” کې ترټولو مهم عنصر دولت دی. دولت د هغه بنسټونو مجموعه ده، چې د مشروع تاوتریخوالي انحصاري کنترول په واک کې لري. پر دې بنسټ د “سیاست علم” د دولت د جوړښتونو پروسه، د دولت د ثبات ستنې، د دولت د ګډوډولو عوامل، د دولتې د بنسټونو ډولونه او ټول هغه موضوعات چې په دولت پورې تړلي دي، څیړي. یاده تیوري، “سیاست” د دولتي بنسټونو د څیړلو علم ګڼي.

  1. واقعیت پالوونکي:

واقعیت پالوونکي بیا وایي چې، “سیاست د ځواک علم دی.” ځواک په ټولو انساني اړیکو کې لیدل کېږي نو له همدې امله د “سیاست” موضوع د ژوندانه په ټولو برخو کې دوام لري. ځواک هغه وړتیا ده چې، په زوره نور هغه کار ته اړ باسي چې  لېوالتیا نه ورته لري. دا ډول ځواک په بیلابېلو بڼو ترسترګو کېږي، چې دولتي ځواک یو له هغو دی. مهم ټکی دا دی چې دولتي ځواک د ځواکونو له ډولونو څخه یو دی خو نور بېلابېل جوړښتونو هم لري. پر دې اساس یاد فکري مکتب، د “سیاست علم” د ځواک د توکو، سرچېنو، د ځواک د مختلفو ډولونو، د ګټې اخیستو د څرنګوالي او د داسې نورو اړخونو د پیژندنې علم بولي.

  1. د چارو پالوونکي:

د سیاسي علومو د یاد فکري مکتب تیوري دا ده چې، سیاسي نظام د ټولنیز نظام یوه لویه برخه ده، چې سیاسي چارې پرمخ وړي. د یادې تیورۍ نظر دا دی چې، د “سیاست علم” د سیاسي چارو او مسئولیتونو د پیژندنې علم دی. دا چې، د سیاسي نظام ځانګړې دندې څه دي؟ په اړه یي د پوهانو ترمنځ اختلاف دی خو بیا د یوه اصل له مخې په یوه خوله دي، چې د “سیاست علم” د هغو چارو د پیژندنې علم دی، چې په سیاسي نظام پورې اړه لري.

له پورته ټولو خبرو سره سره بیا هم کیدای نه شي، چې د “سیاست” د علم لپاره یو ځانګړی او مشخص تعریف ترلاسه شي. ځکه د وخت په تېرېدو او د سیاسي نظامونو په بدلیدو سره د “سیاست” مانا هم بدلېږي. د بیلګې په توګه لسیزې وړاندې په نړۍ کې تر ټولو زیات دېکتاتوري نظامونه واکمن ول او ټول واک او ځواک به دیکتاتورانو په خپله پلې کولو، اوس یي ساری نه ترسترګو کېږي. دا ډول “سیاست” د هغه وخت په “سیاست” پورې تړلی و.

خو په اوسنۍ نړۍ کې د “سیاست” بڼه بدله شوې ده. د “سیاست” په ډګر کې نوي سیاسي مفاهیم رامنځته شوي، د جګړو بڼه بدله شوې، ډیپلوماسي نوې شوې، نوي نظامي او اقتصادي ځواکونه زیږیدلي، تر ډیره غیرې  ډیموکراټیک بنسټونه ډیموکراټیک شوي، حکومتونه د خلکو له لوري رامنځته کېږي، نړیوال او سیمه ییز تړونونه او سازمانونه رامنځته شوي، نړېواله ازاده سوداګري او د ملتونو او دولتونو ترمنځ همکاري او مرستې ترسترګو کېږي، پانګه والۍ نظام رامنځته شوی او…

دا ټول له وخت سره تړلي او د سیاست د بدلیدو پایلې دي. سره له دې هم عامه ذهنیت د “سیاست”په اړه منفي دی. خو دا منفي ذهنیت به هغه مهال په مثبت بدل شي، چې سیاست مثبت شي. “سیاست” به هغه مهال “سیاست” شي، چې یو اړخی شي او په هنداره کې خپله رښتېنې څیره څرګنده او په انساني نظام کې داسې یو عادلانه نظام او سیستم رامنځته کړي چې د ټولو انساني ډلو حق په عادلانه ډول په کې خوندي شي.