کور / مېرمن / پرېکړه

پرېکړه

ليکنه: سيف الله مفتون

جومات له عمر خوړلو خلکو ډک وو، څو تنه ځوانان هم ښکارېدل، راغلې کسان له یوبل سره په پوښتنو کولو بوخت وو، شورماشور وو.  دجومات وره ته نږدې یو ځوان د دوو پوښو په سر کېنوست. جومات ته درې نور عمر خوړلې کسان راغلل، دهغو په راتګ سره شورماشور کم شو، څو کسان ولاړ شول، یوې بلې خواته ولاړل، یو وویل، دیخوا ته راشئ دا ځاي ګرم ده،  زیاته يې کړه ددې جومات خلک دومره سخت دې سم اور نه بلوې یوازي پخپلو منځو کې ښه اورونه بلوې. نوي راغلې کسان کیناستل، چوپتیا خوره شوه، یو کس ولاړ شو، شیبه وروسته د نویو راغلو کسانو مخې ته له چایوډکې پیالې کیښودل شوي. یو په بدن خوار کس له دیواله جلا شو، ويې ویل، که چیرته فیصله زما په ګټه نه وه نو زه يې نه منم، په څنګ کې ناست کس په شا لاس ورکیښود، خیروګله ته صبر وکړه هرڅه چې مشرانو وویل. هغه سم دې. راغلې کس په غوسه کې وروکتل تراوسه خولا فیصله نده شوي. او مجبوره يې چې غاړه ورته کیږدې. ټولو د اوره خواته وکتل جومات ته دوه کسه نور راغلل، نږدې اوره ته يې تکیه ووهله، یو غږ کړ، اسلمه مخې ته راشه. سړی په زحمت ولاړ شو څوګامه مخې ته ولاړ. یو سپین ږیری ولاړ شو،  ويې ویل دا څویمه ناسته ده چې موږ او تاسو يې کوو، خو بیا هم نه منل کیږې، دا ځل چې هر ډول وي باید ومنل شې. ټول چوپه خوله وو ولاړ سړي وویل، موږ هرې خواوي په نظر کې نیولي دې، دجرګو له دود سره سم په مخ مو کار روان کړي، ګورئ داکارونه له نیکونو راپاته دې، په دا ډول فیصلو کې باید خو نه وي. جرګې دظلم په معني ندي، اوس به حاجې نیک محمد فیصله واوروي. په څنګ کې يې بل کس ولاړ شو په لاس کې يې یوه ورقه کاغذ نیولي وو شروع يې وکړه. فیصله داسې شوه چې اسلم به دخیرو د زوي د وژلو په بدل کې خپلې دوه لوڼې خیرو ته ور کوي مشره به دخیرو میرمن وي او کشره لور به  دخیرو د زوي میرمن وي. او نور به ددوي ترمنځ کومه بدې نه وي ایا قبوله مو ده؟ ناستو کسانو دهو په اشاره سر وخوځول. وره ته نږدې ناست ځوان ولاړ شو، درب شو ور په تیزۍ پورې شو، ځوان دکور خواته منډه کړه. سترګي يې لمدې شوي ويې ویل، نازنینې درته ویلې مې وو چې زما ستا مینه یوځاي کیدونکې نده ستا پلار هرڅه خراب کړل. باید اوس یو کار وکړو. په جومات کې ناست کسان سره ولاړ شول. شپه تیاره وه ځوان ورو ورو ژړل ويې ویل شرینې ناوخته ده بس زما او ستا هم دغه فیصله شوه سمه ده. نجلۍ  يې له سینې جلا شوه، دځوان لاسونه يې ونیول، ويې ویل بس چې ته نه يې نو نړۍ دې نه وي. دواړه په ژړا کې سره جلا شول.  سهار په جومات کې دوې جنازې ایښې وي.

پاي ۲۰۱۸/۰۱/۱۰