کور / راپور / د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوی افغانستان ته را رسېدلی دی

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوی افغانستان ته را رسېدلی دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی افغانستان ته راورسېدی.دا پلاوی پرون تر غرمې وروسته کابل ته را رسیدلی دی. د يوې سرچينې په وينا، ياد پلاوی به ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ، د ملي شورا غړو، سیاسیونو او د ښځوله استازو سره وګوري.

د سرچینې په وینا، په دې وروستیو کې دامنیت شورا اندیښنې زیاتې سوې وې او اوس هغوی غواړي چې دافغانستان حالات له نږدې څخه و څیړي. د امنیت شورا دا پلاوی په داسې حال کابل ته راغلی، چې څو ورځې مخکې دامریکا دملي امنیت سلاکار مک ماسټر په نیویارک کې د امنیت شورا ۱۵ غړو ته دافغانستان دحالات او د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د ناسمې همکارۍ په اړه معلومات ورکړي وو. د امنیت شورا دوره يي رییس د قزاقستان سفير څو ورځې مخکې افغانستان ته د دې پلاوي د سفر خبر ورکړی و

.