کور / راپور / ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د استازو سره وليدل

ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د استازو سره وليدل

د ارګ له خوا خپره شوې بیانیه کي راغلي:

“دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت، سیمه ییزې همکارۍ، له ترهګرۍ، اداري فساد او نشه يي توکو قاچاق سره په مبارزه، د سولې بهیر چټکولو، د ټاکنو لپاره پر تیاري، په حکومتولۍ کي پر سمون، د نظام په پیاوړتیا، د ښځو په رول، په افغانستان په تېره امنیتي او پرمختیايي برخو کي د ملګرو ملتونو پر رول او وروستیو درې کلونو پر پرمختګ خبرې وکړې”.

د ارګ وېبپاڼه کي راغلي چي د ولسمشر غني او امنیت شورا غړو خپلمنځي لیدنه کي پر سیمه ییزه همکارۍ او په افغانستان کي د سولې او ټیکاو لپاره پر پاکستان د فشار زیاتولو خبره هم وکړه.

افغانستان ته له تګ مخکي خيرت عمروف وويل غواړي له نږدې د افغانانو هیلې او غوښتنې واوري.

په دغه لیدنه کي ولسمشر غني افغانستان کي د “ترهګرو” ډلو فعالیت ته هم اشاره وکړه او له افغانستان څخه بهر یې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړ، روزنې او چارو په هکله سندونه د امنیت شورا غړو ته ور کړل.او د افغانانو پر خپلمنځي سوله او له پاکستان سره د حکومت په حکومت سولې لپاره په خبرو ټینګار وکړ.

ولسمشر غني له منځنۍ اسیا، روسیې، چین او ایران سره د اقتصادي اړیکو د ښه والي او بهبود پر لارو چارو هم خبري وکړې.

افغانستان ته تر روانېدلو مخکي ښاغلي عمروف ویلي و چي دا هېواد باید له اقتصادي پلوه د سیمې هېوادونو سر وتړل سي.او په افغانستان کي د نړیوالو او سیمه یزو ادارو د خپلمنځي همکارۍ او همغږۍ د زیاتولو هڅې کوي.

په دغه پلاوي کي د امریکا استازې نېکي هیلې وویل: د افغانستان امنیت او ټیکاو د سیمې د امنیت لپاره مهم دی او د ملګرو ملتونو دا پلاوی له افغانستان د ډېر ملاتړ لپاره کابل ته راغلی دی.

هغې زياته کړه: “امريکا له افغان ولس سره ملګرې ده ، موږ غواړو افغانستان کي ریښتونی پرمختګ او سمون ووینو او له دې سره له خپلې همکارۍ ډاډه سو”.