کور / راپور / عطاء محمد نور: لاهم والي يم، که مي لاسليک بې اعتباره سي د حيرتان بندر عوايد د تنخاګانو لپاره کاروم

عطاء محمد نور: لاهم والي يم، که مي لاسليک بې اعتباره سي د حيرتان بندر عوايد د تنخاګانو لپاره کاروم

د بلخ مستعفي والي ګواښ کړې چې که د ده په لاسلیک د سیمه ییزو مامورینو معاشونه ورنه کړل شي او لاسلیک یې باطل شي د حیرتانو بندر عواید به چې سلګونو میلیونو افغانیو ته رسېږي د دغې موخې له پاره وکاروي.

د بلخ ليري سوي والي عطاء محمد نور ګواښ کړی چي که ئې لاسليک باطل سي د حيرتان بندر له عوايدو څخه به د خپلو مامورينو تنخاګاني پوره کړي.

عطا محمد نور وروسته ترهغه دا ګواښ کړی چي د سیمه ییزو ارګانو خپلواکي ادارې ويلي وو چي د عطاء محمد نور په لاسلیک هېڅ سند اعتبار نه لري.

دسيمه يیزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي هر هغه چارواکى چی له دندې لېرې او يا په خپله استعفا وکړي لاسلیک یی د باور وړ نه دى.

خو ښاغلی نوروايي  چې د بلخ والي دى او ټول حکمونه يې پلي کېږي.

خو تر اوسه داسي اسناد نه دي په ډاگه سوي چې په بلخ ولایت کې دې کومې دولتي ادارې د دغه ولايت له د ګوښه سوي والي له لوري لاسليک سوى  سند نه وي منلى.

د بلخ ولایت د سکټوري چارو رییس ذبیح الله اختري وايي چې د کابل په مکتوب کې ورته دا نه دي ویل سوي چې د عطا محمد نور لاسلیک د اعتبار وړ نه دی.

هغه وایي چې په دې وروستیو کې د ولایت رسمي مکتوبونه مرستیال والي لاسلیکوي چې د مرکز په لارښوونه چارسمبال والي ګومارل سوی دی.