کور / سياسي / “لېبرالیزم” په نړیوالو اړیکو کې مهمه نظریه:

“لېبرالیزم” په نړیوالو اړیکو کې مهمه نظریه:

زاهد صديقي
د “لیبرالیزم فکري مکتب” د ۱۸ او ۱۹ مې پیړیو ترمنځ رامنځته شو. د انګلستان جان لاک، د فرانسې ژان ژاک رسو او منتسکیو د یاد فکري مکتب لومړني پوهان بلل کېږي. ریکارډو او ادم سمټ بیا د لیبرالیزم د اقتصاد، د برخې له مهمو بنسټ اېښودونکو څخه دي. لیبرالیزم په نړیوالو اړېکو کې له مهمو نظریو څخه یوه ده، چې د ریالیزم، مارکسیزم، فنټمېنټلیزم او د کانسټریکټیویزم ترڅنګ د نړیوال سیاست او د نړیوالو اړیکو د تحلیل لپاره خبرې لري.

1. د نړیوالو اړېکو په تړوا د لېبرالیزم نظریه څه ده؟

2. د نړیوال سیاست د تحلیل په اړه څه وایي؟

3. په نړیوال نظام کې د جګړې لاملونه څه بولي؟

4. د جګړې د ختمېدو لپاره د کومو لارو چارو وړاندیز کوي؟

یاده لیکنه دې او دې ته ورته پوښتنو ته ځواب وايي.

د لیبرالېستانو اند:
1. انسان نېک خویه دی، بده خویه نه دی. د نړیوالو اړیکو په نظام کې د انسان فطرت د جګړې لامل نه، بلکې یو شمیر نامطلوبه بنسټونه او غیرې ډیموکراټیک او دیکتاتور دولتونه د جګړې لامل کېږي. د نړیوالو اړیکو په نظام کې یو شمیر داسې دیکتاتور او استبدادي دولتونه شته دي، چې د جګړې او ځواک غوښتنې په لټه کې دي. همدا د دې لامل کېږي، چې د نړیوالو اړیکو د نظام او د دولتونو ترمنځ جګړه رامنځته شي.
2. په داخلي او نړیوالو چارو کې د دولتونو لخوا له اندزې څخه زیاته مداخله، په نړیوالو نظام او اړیکو کې د جګړې اصلي لامل بلل کېږي. ریچارد ګوبډین د لیبرالیزم د نظریې پر بنسټ وایي، “د دولت موجودیت په خپله شر دی او دا شر چې په هره اندازه خپل ځواک او صلاحیت په داخلي او نړیوالو چارو کې زیاتوي نو، په هماغه اندازه د جګړې، ناامنۍ او د فردي او ټولنیزو ازادیو د کمېدو لامل کېږي.”
3. په نړیوال نظام کې دولتونه متضادې ګټې لري. د ریالېسټانو له انده، همدا متضادې ګټې، جګړو ته لمن وهي. خو لیبرالېسټان وایي، دا سمه ده چې د دولتونه ترمنځ متضادې ګټې شته دي خو په نړیوال نظام کې دولت یو خرمند او عقلاني لوبغاړی بلل کېږي، چې هیڅکله جګړې ته زړه نه ښه کوي او زیاته وي چې په نړیوال نظام کې، “د جمع له حاصل سره د لوبې پایله، مثبته وي.” یعنی هیڅ بایلوونکي نه لري. خو ریالېسټان وایي چې، “د جمع له حاصل سره د لوبې پایله، صفر وي.” چې یو لوری مطلق ګټوونکی او بل لوری بایلوونکی وي. د بیلګې په توګه: (د ایران خبرې اترې او ۵ جمع ۱ هېوادونه.)

د لیبرالېسټانو له انده، په نړیوالو اړېکو د جګړې لاملونه:
• په نړیوال نظام کې نامطلوبه بنسټونه، غیرې ډیموکراټیک حکومتونه او د انسانانو د جنګ غوښتنې فطرت د جګړې اصلي لاملونه دي.
• د پټې ډیپلماسۍ شتون، کوم بحث چې د وډرو ویلسون په ۱۴ ماده ییزه اعلامیه کې راغلي. “په نړیوال نظام کې د جګړې اصلي لامل د دولتونو ترمنځ پټ او محرم تړونونه دي. نوموړی وایي، که غواړئ چې، جنګ او جګړې پای ومومي نو باید، پټه ډیپلماسي او محرم تړونونه له منځه لاړ شي او هر څه څرګند شي.”
• وډرو ویلسون په خپله ۱۴ ماده ییزه اعلامیه کې لیکي، ” په نړیوال نظام کې استعماري او امپریالیستي دولتونه د کمزورو دولتونو د استعمار او تصرف په لټه کې دي. همدا مسئله د نړیوالو نظامونه ترمنځ د جنګ او جکړو لامل کېږي. (ستالین او چرچیل د ترکیې او یونان مسئله). ویلسون زیاتوي، که چیرې غواړو نړیواله سوله رامنځته شي نو باید استعماري دولتونه له خپل استعماري سیاستونو څخه لاس پر سر شي او دولتونه پریږدي چې خپل برخلیک په خپل لاس وټاکي.
• جګړه په خپل ذات کې یوه سرطاني غده ده، چې له نامطلوبو بنسټونو، د انسانانو د جګړه ییز فطرت او د غیرې ډیموکراټيکو حکومتونو څخه سرچینه اخلي، چې کیدای شي، ددې غدې درملنه وشي.
• د صنعتي بنسټونو او کمپنیو شتون په ځانګړي ډول د وسلو د جوړولو بنسټونه، چې اوس خصوصي شوې بې شمېره وسلې تولیدوي چې دا په خپله په نړیوال نظام کې د جګړې لامل شوی.

د لیبرالېسټانو له انده، د جګړې د له منځه وړلو او سولې د ټینګښت حل لارې:

1. “المانی فیلسوف ایمانویل کانټ” په دې اند دی، چې د دولتونو ترمنځ د جګړې اصلي لامل د غیرې ډیموکراټیکو دولتونو شتون دی. کله چې یاد ډیموکراټیک دولتونه په ډیموکراټیک بدل شي او حکومتونه د خلکو له لوري وټاکل شي نو ، په دې صورت کې به خلک هېڅکله د جنګ او جګړو پر لور لاړ نه شي.
2. د دې لپاره چې د ملتونو ترمنځ د همکارۍ او مرستو فضا رامنځته شي نو ، باید د دولتونو ترمنځ ازاده نړیواله سوادګري ډیره شي چې دا په خپله د متقابلو مرستو او همکارۍ لامل کېږي او په پای کې نړیوالې سولې ته لاره هواوري.
3. د فرا دولتي یا د نړیوالو غیرې دولتي بنسټونو جوړیدل، چې دا په خپله نړیوالې سولې ته لار هواروي لکه: (ملګري ملتونه)
4. د متعارفو وسلو له منځه وړل لکه: هسته يي، اټومي او بیولوژیکي وسلې.
5. د نړیوالو عامه ذهنیت باید داسې جوړ شي، چې د جګړې پر خلاف او د سولې غوښتوونکي وي.
6. پر ټولې نړۍ باید یو ډول ارزښتونه حاکم شي یعني، د نړۍ ټول دولتونه او ملتونه یو شان او یو ډول ارزښتونو ومني، چې دا هماغه اتوپیایي نظر دی.
7. د نړیوالو کنوانسنیونو او میثاقونو شتون او د بشرې حقونو توسعه.

د لیبرالیسټانو له انده، د نړۍ پر وړاندې ګواښونه:
• د اسلامي خوځښتونو جوړیدل، د نړیوال نظام پر وړاندې لوی او د پام وړ ګواښ دی.
• د ملي پالوونکو د ډلو جوړیدل (له جاپان څخه تر افریقا او لاتینې امریکا).

په نړیوالو اړیکو کې لیبرالیزم یوه خیالي او ایډیالیسټي نظریه بلل کېږي. یاده نظریه نه سل په سلو کې سمه او نه سل په سلو کې غلطه ده. هیره دې نه وي، چې یاده نظریه د ریالیزم نظريي له لوري نقد شوې ده. ریالیزم د لیبرالیزم پروړاندې ولاړه نظریه ده، وایي؛ “په هغو خبرو چې لیبرالیسټان نړیوال سیاست تحلیلوي، خیالي او له حقیقت څخه لرې خبرې دي او هیڅکله به په حقیقت بدلې نشي او لیبرالیزم به یوازې او یوازې د یوې خیالي او ارماني نظریي په توګه پاتې وي.”
لیکوال: زاهد “صدیقي”