کور / تازه خبرونه / دګمرك تښتول شوى مشر وموندل شو

دګمرك تښتول شوى مشر وموندل شو

تېره ورځ دكندهار سپين بولدك پرلويه لاره تښتول شوى دګمرك مشر دسپين بولدك ولسوالي په اډې غره كې پيداشوى دى . دآصف اغا دتښتونې په تور يې دولس كسان نيولي دي .


دسويل لويديځو ولايتونو دسرحدي پوليسو مشر رازق خان اڅګزي لر او بر ويباڼي ته وويل چې په نيول شويو كسانو كې يو خوراموهم دى ، دګمرك مشر تېره ورځ ديوه وسله وال بريد په ترڅ كې وسله والو طالبانو وتښتاوه او دده دوه ملګري يې ټپيان كړل او يو بل يې وروواژه