کور / تازه خبرونه / په كندهار كې اته پوليس ووژل شول

په كندهار كې اته پوليس ووژل شول

 


دغه پوليس دكندهار په نسبتاً آرامه ولسوالي ارغنداب كې وژل شوي دي . طالبان وايي چې ديوه نوي تاكتيك له كبله چې نور امنيتي ساتونكي ورخبر نشي دغه كسان يې په چړو حلا ل كړي دي ، خو دكندهار چارواكي دطالبانو داخبره نه مني او وايي چې اته سره ساتونكي يې په ګوليو ويشتل شوي دي ، دچارواكو په وينا چې دوه ساتونكي يې لا تردامهاله ژوندي ورك دې . ارغنداب دكندهار ښار په شمال كې پرته ولسوالي ده چې دپخواني يوه جهادي قوماندان ملانقيب پلرنۍ سيمه ده خو دملانقيب ترمړينه وروسته او په ناآرامه ولسواليو كې شمارل كېږي