کور / تازه خبرونه / دفراه ولايت ګوليستان ولسوالي بيا طالبانو ونيوله

دفراه ولايت ګوليستان ولسوالي بيا طالبانو ونيوله

طالبان وايي چې دفراه ولايت ګلستان ولسوالي يې له حكومتي مقاومت څخه پرته نيولې ده . دوسله والو طالبانو په وينا چې په ولسوالي كې ځيني موهمات او وسلې هم په لاس ورغلي دي . افغان چارواكي هم ددې خبري پخلى كوي چې ولسوالي يې طالبانو ته ورپرېايښې ده خو چارواكي دطالبانو داخبره ردوي چې وسلې او موهمات يې هم نيولي دي .


دفراه ولايت يوه امنيتي چارواكي چې خپل نوم ښكاره كول يې نه غوښتل لراوبر ويبپاڼې ته وويل چې دناټو دمرستي پرته ددغې ولسوالي ساتل ناممكن وو. داولسوالي يوازي يوه مياشت وړاندي افغان چارواكو له طالبانو څخه ونيوله او وړاندي تردې هم هلته طالبان واكمن وو