کور / شعر / سړیتوب

سړیتوب

په دې نه ده چې سړئ وي هومر ه غټ
چې تر پال نه يي جوړ کړئ وي واسکټ


عقل پوهه یو جوهر دسړیتوب دئ
هسې غره ته ختئ نه شي چې وي لټ


غږیدل دهر مجلس په تمیز بویه
نه چې نوم درباندې بد شي دکوم جټ


دمطلب ځای ته هغه خلک رسیږي
چې بټۍ کې نینئ  شوئ وي دبټ


پښئ نه غوڅوي خپلې چې پوهیږي
غزوي يي بس همدومره چې وي کټ


څوک به اور ورپورې نه کړي خپل دولت ته
چې په پوهه  يي ګټلئ وي  یا مټ


لنډه داچې سړیتوب خرڅیږي  نه
خدمتګاره که نړۍ شي لټ په لټ


 


سړیتوب


تخم ولویږي په خاورو زړه يي وچوي بوټئ ګل شي
دغره تیګې توږل وزغمي غمئ شي دوربل شي
سړئ پوخ شي په لویدواوپاڅیدوکې سبق واخلي
چې د،ولس په غم ککړ شي عقل لاړ شي لوي پاګل شي
خلک ویښ شي او توپان شي توپانونه کړي خچپچ
چې هر څوتوپان کې وران شي نمونه لکه کابل شي
څوک به خښتې دسرو زرو دلیلا په غاړه نه کړي
چې په لا س دزرګر ورشي نو امیل شي یا چار ګل شي
هسې نور سرونه ډیر دي چې لونګۍ پرې تړل کیږي
چې لونګۍ پرې ښه ښکاریږي هغه سر په قام جلبل شي
سړیتوب په روپو نه دئ نه بازار کې خرڅیدئ شي
سړئ هله سړئ شي چې ولس پرې راټول خپل شي
خدمتګاره له بابا وروسته دي څوک مونږ ته را پاتې
چې يووالئ دقام غواړي محمود خان شي یا افضل شي