کور / z_buitenland_news -- 5 / زلزلې ديونان ځيني برخي بيا لړزولي دي

زلزلې ديونان ځيني برخي بيا لړزولي دي

نن سهار يوې درنې زلزلې ديـونان او ترکیې ځيني برخي و لړزولې؛ بدترينه زلزله يې دیونان د رودوس په جزيره کښی وه چي سمدستي په ټولو خلګو غوغا ګډه او په زرهاوو خلګو او ګرځندويانو له کورو او هوټلونو څخه مخ پر سړکو ځغستل .


يوه ښځه چي په زينو کښې راځغستل پړمخي ولوېدل او مړه سوه.


دماهرانو په وينا دټولي اروپا نيمايي زلزلې په یونان کښي کيږي.


يوې بلي زلزلې په جون کښي ۲۰۰ تنه زخميان او په سوونو تعميرونه زيانمن کړه، بلي هغې په کال ۱۹۹۹ ميلادي کښي آتن (ديونان مرکز) ته نژدې ۱۴۳تنه مړه کړه .