کور / تازه خبرونه / د غلو او انسان تښتونکو دوې ډلې ونيول شوې

د غلو او انسان تښتونکو دوې ډلې ونيول شوې

د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې د غلا او انسان تښتونې په تور د اته کسانو دوې ډلې نيول شوې دي، چې د لومړنيو تحقیقاتو پر مهال یې پر خپلو کړنو اعتراف هم کړی دی.

لومړۍ پینځه کسيزه ډله د لجه منګل ولسوالۍ د ډوډې په سيمه کې وړمه شپه د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو لخوا ونيول شوه، چې ورسره یو کرولا ډوله موټر او د څمکنيو د بازار له یوې صرافۍ څخه د څلوېښت زرو په شاوخوا کې غلا شوې پیسې ورسره نيول شوې دي. په دغه پینځه کسيزه ډله کې یې یو تن د جوزجان، یو د باميان، یو د ننګرهار او دوه تنه د پکتيا ولایت اوسېدونکي دي.

دویمه درې کسيزه ډله هم د ډوډې په سيمه کې له یو عراده ټوډي موټر، دوو توپنچو، څلورو جعلي نمبر پلېټونو، د بې هوښۍ له دوا، زولنو، ځنځيرونو او د مخ پټولو له خوليو سره یو ځای نيول شوي دي. دغې ډلې په لومړنيو څېړنو کې پر خپلو کړنو د اعتراف پر مهال دا هم ويلي دي، چې غوښتل یې د ګردېز – پټان له لارې څخه یو هدف شوی بار موټر له موټروان سره یو ځای وتښتوي، چې د دغه جرم له ترسره کولو وړاندې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو لخوا ونيول شول.

عبدالله حسرت- پکتيا