کور / راپور / د ۲۱ ولایتونو لپاره دمعارف نوي رئیسان معرفي شول

د ۲۱ ولایتونو لپاره دمعارف نوي رئیسان معرفي شول

په پوهنې وزارت کې د سي بي آر پروسې د عملي کولو په دوام ۲۱ نوي رئیسان وټاکل شول. دغو رئیسانو نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او رسما خپلو دندو ته معرفي شول. د هیواد جمهور رئیس له دې رئیسانو وغوښتل، چې په پوره پاکۍ، قاطعیت او جدیت سره کار وکړي او دا په پام کې ولري، چې دنده یې تر ټولو مهمه او حیاتي ده. ښاغلي ولسمشر یادو کسانو ته د توفیق هیله وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د معارف کیفیت یې باید د چارو په سر کې قرار ولري. جمهور ر ئیس محمد اشرف غني له نویو معرفي شویو کسانو دا هم وغوښتل، چې ۱۳۹۷ کال به د معارف د حشر د کال په نامه نومول کېږي او دې ته دې تیار وي، چې په دې کال کې څومره اغېزناک کارونه کولای شي. د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواري هم له نویو ټاکل شویو رئیسانو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، چې د هیواد ستونزو، دردونو او کړاوونو ته په کتو داسې کار وکړي، چې یوازې د لوی الله رضا او ددې ولس خدمت یې هدف وي. ده له خپلو نویو همکارانو وغوښتل، چې په پوره جدیت سره چارې همغږې، اصلاحات پلي او کارونه منظم کړي. د پوهنې وزارت سرپرست د وزارت د رهبرۍ په استازولي نویو رئیسانو ته ډاډ ورکړ، چې د چارو د سمون په برخه کې هر ډول ملاتړ ورسره دی او اسانتیاوې به ورته برابرېږي. د پوهنې ریاستونو ته نویو معرفي شویو کسانو هم ژمنه وکړه، چې په پاک نیت به چارې پر مخ بیايي او له دې امله، چې دې برخې ته په یوه سپېڅلې روحیه راغلي، د ناوړه چارو او کړنو مخه به نیسي. د ولایتونو لپاره نوي معرفي شوی کسان دادي: 1. ذکریا رحیمي، زده کړې ماسټر، د بادغیس ولایت لپاره 2. محمد عظیمي، لیسانس، د فراه ولایت لپاره 3. احمدضمیر ګوارا، ماسټر، د هرات ولایت لپاره 4. عبدالله حمیدي، ماسټر، د لغمان ولایت لپاره 5. نصرالله زاهد، لیسانس، د زابل ولایت لپاره 6. محمد داود شاه صفاري، ماسټر، د هلمند ولایت لپاره 7. حسیب الله شینواری، ماسټر، د ننګرهار ولایت لپاره 8. سمیع ادبیار، ماسټر، د تخار ولایت لپاره 9. عبدالمتین سروري، ماسټر، د سمنګانو ولایت لپاره 10. رحمت الله سیرت، لیسانس، د دایکندي ولایت لپاره 11. عبدالعلیم عیار، ماسټر، د کاپیسا ولایت لپاره 12. سید عزیز احمد هاشمي، لیسانس، د کابل ولایت لپاره 13. محب الرحمن انصار، ماسټر، د غزني ولایت لپاره 14. مجیب الرحمن همدرد، ماسټر، د کنړ ولایت لپاره 15. حبیب الله سباوون، ماسټر، د کابل ښار لپاره 16. کوچی ځاځی، لیسانس، د پکتیا ولایت لپاره 17. روح الله محقق، ماسټر، د بدخشان ولایت لپاره 18. محمد امین حماد، ماسټر، د نورستان ولایت لپاره 19. عبدالرحمن الفت، ماسټر، د کندهار ولایت لپاره 20. محمد سعید   منصور، ډاکټر، د میدان وردګو ولایت لپاره 21. ایوب آروین، ماسټر، د بامیانو ولایت لپاره