کور / راپور / کندهار والي د کندهار-اروزګان سړک د چارو د چټکتيا لارښوونه وکړه

کندهار والي د کندهار-اروزګان سړک د چارو د چټکتيا لارښوونه وکړه

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي تورن جنرال زلمی ويسا د شاوليکوټ ولسوالۍ د تور کوتل سيمي ته ولاړ او هلته يې د کندهارـ روزګان تر منځ د نوي جوړېدونکي سړک د روانو چارو څخه ليدنه وکړه. کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د ياد سړک رواني چاري وستايلې او د افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو او ټولګټو رياست څخه يې مننه وکړه چي په ښه ډول يې د جوړېدو چاري سر ته رسوي.

ښاغلي ويسا د ټولګټو رياست ته لارښوونه وکړه د ياد سړک د جوړېډو چاري لا هم چټکي کړي، ترڅو ژر تر ژره د ترافيکو پر مخ پرانیستل سي.

کندهار والي همدراز امنيتي ځواکونو او د ټولګټو رياست ته د ياد سړک په جوړېدو کي د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

بايد وويل سي چی د شاولیکوټ ـ رزوګان تر منځ نوي جوړېدونکی سړک