کور / سياسي / سياسي ناندرۍ د افغانستان سرخوږی

سياسي ناندرۍ د افغانستان سرخوږی

محمدزمان ستانکزی

دې ورځ او شپو کې چې د ناامنیو او جګړو ګراف ټیټ شوی، سیاسي ناندریو خلکو ته لوی سرخوږی پیدا کړی. د تېر زیږدیز کال په وروستیو کې ولسمشرۍ وویل چې د عطا محمد نور استعفا یې منلې ده، له همدې ځایه تازه سیاسي ناندرۍ پیل شوې. د بلخ ګوښه کړای شوي والي عطا محمد نور وویل چې د ولسمشرۍ دا پریکړه یو اړخیزه ده او دی یې نه مني. د ملي یووالي حکومت چې د ۹۳ کال د  لانجمنو او بې پایلو ولسمشریزو ټاکنو زیږنده ده، د اساسي قانون خلاف د دوو رقیبو ډلو لخوا جوړ شو له یوې خوا د محمد اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم او له بلې خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم. دغه حکومت له هماغه پیل تر اوسه له یو لړ جدي ننګونو سره مخامخ و. په امنیتي ساحه کې چې بهرني ځواکونه یو مخ له هېوادوه ووتل او محاربوي ماموریت یې پای ته ورساوه، افغان ځواکونو لوړ تلفات وګالل، ډېرې سیمې یې له لاسه ووتې او کندز ښار دوه ځله سقوط وکړ. له ۲۰۱۴ زیږدیز کال تر نن پورې هېواد له سختو حالاتو سره مخامخ دی او په هره برخه کې ستونزې څو برابره زیاتې شوي دي. دې حکومت ته د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې لویه آزموینه ده چې د دوو کلونو په ځنډ سره لا نه دي تر سره شوي، که څه هم مهال ویش اعلان شوی خو د پیسو په برخه کې څرګنده ژمنه نه ده شوې او نه هم هغه سیمې لا تر اوسه  له وسلوالو آزادې شوي چې د هغوي تر ولکې لاندې دي. اجرایی رییس بیا د ټاکنو په سراسري توب ټینګار کړی او ویلي یې دي راتلونکې ټاکنې هر افغان ته  برخلیک ټاکونکي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته د  ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشت ټاکلې ده. په ۲۰۱۷ کال کې د نورو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي ستونزو تر څنګ د بلخ د والي قضیه را پورته شوه. حکومت وویل چې د عطا محمد نور استعفا یې منلې ده، خو نور له دې پریکړې سره مخالفت وښود او له کله چې دغه لانجه پیل شوې، هغه هره ورځ پرته له  ځنډ غونډې جوړوي، حکومتي مشرانو ته ګواښونه کوي او حتی وایی چې لاسونه مو خلاص زه والي وم، والي به پاتې شم او څوک نشته چې په زور دی له دندې لرې کړي. لا نه ده څرګنده چې دغه قضیه به څه ډول حل کیږي، ولسمشرۍ  له جمعیت سره څو ناستې تر سره کړې خو څرګنده پایله یې ورنکړه، خلک ډېر اندیښمن دي. په اقتصادي نظام  چې چندان خوند یې هم نشته دې وضعیت دروند سیوری غوړولی دی. سوداګر او پانګوال وایی، سیاسي ناندرۍ دوۍ ته لوی سرخوږی دی او هر څومره چې ژر کیږي باید دغه ستونزه حل شي. امریکا هم په بلخ کې د سیاسي مشرتابه د انتقال غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه بهیر باید په سوله ییز ډول  تر سره شي. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایی چې دا یوه کوچنۍ سیاسي ستونزه ده چې په خبره یې ژر به حل شي او دومره د اندیښنې وړ خبره نه ده. په هر حال حکومتونه خلکو ته د لومړنیو خدمتونو د برابرولو لپاره جوړیږي، افغانان چې د دري نویم کال په ټاکنو کې یې په سختو حالاتو کې رایې وکارولې، تمه لري چې حکومتي مشران خپلو کې ګډ کار وکړي، پرینږدي چې ستونزې زیاتې شي، بلکې دوي غواړي چې د ستونزو د حل لپاره کار وشي. د مرکزي حکومت په تېره بیا د ارګ لپاره دا یوه لویه آزموینه ده، خلک غواړي چې دې برخه کې له سیاسي نرمښت کار وانخیستل شي او د حکومت داري د اصل له مخې دې چلند وشي. د ملي یووالي حکومت  مشران که غواړي چې راتلونکې کې په ولس کې د پښې ځای پیدا کړي، په لومړي سر کې باید د برښنایی تذکرو د ویش لړۍ چې له هره پلوه وورستۍ شوې ده، پیل کړې، د  ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته دې کار وشي، او دې لار کې پریکنده ګامونه کولی شي چې په حکومت د خلکو بایللی باور بېرته اعاده کړي. د امنیت ساتنې لپاره باید یو منظم پلان جوړ شي، له امنیتي او دفاعي مسوولینو سره دې له نږدې کار وشي، هغه کسان او ډلې دې په ګوته شي چې د عادي عسکرو په معاشونو او امتیازونو ناوړه معاملې کوي او یا له وسلوالو مخالفینو سره اړیکې لري. عام افغانان غواړي چې له فساد سره دې هم د یوې سترې ستونزې او پدیدې په څېر چلند وشي، هغه کسان چې فساد کوي، او یا فساد خپروي، مخنیوی یې په کار دی. د ولسمشر غني په هکله عام باور دا دی چې ډېر قاطع سړی دی، اوس ورته په کار ده چې خلکو ته د ځان ثابتولو لپاره قاطع عمل وکړي. پانګوالو ته باید د امنیت او د مالونو د ساتنې ډا‌‌ډ ورکړل شي، په دې سره به پانګوال د خپلو کارونو دوام او پراختیا ته علاقه پیدا کړي او دا به د کاري بوختیاو د پراختیا سبب وګرځي. په هره اندازه چې پانګه راځي، په هماغه اندازه خلکو ته کاري زمینه برابریږي، په پایله کې له هېواده نور څوک وتلو ته زړه نه ښه کوي، ځوان نسل علاقه پیدا کوي چې هېواد کې پاتې شي په دې سره  به هېواد د پرمختګ په لور لومړني ګامونه پورته کړي او افغانان به له نورې نړۍ سره د سیالیو جوګه وګرځي.