کور / راپور / کونړ پولیس د مسلکي روزنې ترڅنګ په نویو تجهیزاتو سمبال شول

کونړ پولیس د مسلکي روزنې ترڅنګ په نویو تجهیزاتو سمبال شول

د پولیسو د وړتیاوو لوړونې او تجهیز په موخه د کورنیو چارو وزارت له لوري د کونړ پولیسوته درنې وسلې او زغره وال وسایط په واک کې ورکړل شوي ،چې نن د مرغومي په (۲۸)مه دکونړ ولایت سرپرست والي استاد فریدالله حاسام ، امنیه قومندان جمعه ګل همت او یو شمېر نورو چارواکو له لوري د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې امنیه پولیسو ته په واک کې ورکړل شول.د کونړ ولایت سرپرست والي د کورنیو چارو وزات څخه د مننې ترڅنګ د یادو وسلو او زغره والو وسایطو جلبولو په برخه کې د امنیه قومندان هڅې وستایلې ،ښاغلي حسام وویل د پولیسو اصلي دنده چې د قانون تطبیق ،جرمونو مخنیوی او عامه نظم خوندیتوب دی ،خو اوسنیو شرایطو ته په کتو پولیسو دنورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره څنګ په څنګ د دښمن پر وړاندې مبارزه کړې او د خپلو وینو په نذرانه کولو سره ددې خاورې او خلکو ساتنه کوي .

د کونړ امنیه قومندان جمعه ګل همت وویل : د مهارتونو لوړو لو ترڅنګ مو په عصري وسلو او وسایطو د پولیسو تجهیزولو ته پاملرنه زیاته کړې او دغه هڅې به دوام ومومي .