کور / راپور / د مالیې وزرات ویاند او د عامه اړیکو ریس د کال د غوره ویاند لقب تر لاسه کړ

د مالیې وزرات ویاند او د عامه اړیکو ریس د کال د غوره ویاند لقب تر لاسه کړ

نن د ۱۳۹۶ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۸ مه نیټه دحکومت درسنیو په مرکز کې د ځوانانو ملي کنفرانس کې چې د یوشمېر مدني ټولنو او ځوانانو معینیت له لوري جوړ شوی وو د هېواد په کچه پکې د مالیې وزارت دعامه اړیکو ریس او ویاند ښاغلی اجمل حمید عبدالرحیمزي د غوره ویاند لقب ترلاسه کړ .د افغانستان د ځوانانو ملي کنفرانس چې د یو شمېر مدني ټولنو او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزرارت د ځوانانو دمعینیت په ګډه هڅه د حکومت درسنیو په مرکز کې جوړ شوې وه پکې دکال غوره شخصیتونو وستایل شول .

د کنفرانس پرمهال چې پکې د ولسمشر ارشد مشاورې اغلې عادله بهرام نظامي او د ځوانانو معین ډاکټر کمال سادات هم برخه اخیستې وه پکې دهېواد په کچه دحکومت، دفعالو مدني ټولنو استازي او یو شمېر ژورنالستان وستایل شول .

د کنفرانس جوړوونکو وویل دغه ټاکنه د هېواد په کچه دیوې ارزونې په پایله کې ترسره شوې ده چې موخه یې له دغه ستاینو څخه داده چې څنګه کولای شي نورو برخو کې هم ځوانان له خپله ځانه وړتیا وښئ او په چارو کې له اخلاص او صداقته کار واخلي .