کور / راپور / چارواکي: دننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کي د القاعده شبکې ۵ غړي وژل سوي دي

چارواکي: دننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کي د القاعده شبکې ۵ غړي وژل سوي دي

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي: په ياد ولايت کي القاعده شبکې د ځانمرګو بریدګرو چمتو کوونکي او د تبلیغاتو بهرني او کورني ۵ مسؤلین وژل سوي دي. له ننګرهار ولايت له رسنيز دفتره په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کي تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کي ئې د القاعده شبکې ۵ غړي،چې درې یې چیچنیان،یو پاکستانی او یو افغان دی،وژل سوي دي او یو وسله وال او دوه شکمن کسان ژوندي نیول سوي دي.

 د خبر پاڼي په وينا په وژل سويو کي درې چیچنیانو او یوه پاکستاني د ځانمرګو بریدونو او نورو چاودنو د ترسره کولو په موخه خلک چمتو کول. همدا راز د دوی وژل شوی افغان ملګری ملا سوندی،چې مشهور په سراج وو، دياد ګروپ د تبلیغاتو د برخې مسؤل وو،چې د ترسره سويو عملیاتو په ترڅ کې د دوی د وژل کېدو ترڅنګ له دوی څخه يوه اندازه وسلې هم د ملي امنيت ځواکونو ترلاسه کړي دي.