کور / د ډيورنډ کرښه / ډيورنډ کرښه!

ډيورنډ کرښه!

ليکنه : ح حقويش

کـله چــي یـو څـوک ستـا پـه مـلا تـوره کـرښــه راتېــره کـړي او درتـه وؤ وایـي چــي پـه دې ځــائ دي مـاتـوم پـه منــځ دي دوه ټـوټــــې کـوم تـه بـه څـه ورتـه وایــې؟
وؤ!
کـه
یـا!
کـه دي مـات کـړي پښــې بـه دي یـوځـائ پـورتـه پـورتـه غـورځــــي د حـرکـت کـولـو تـوان بـه پکښــي نـه وي سـر او لاسـونـه بـه دي بـل ځـائ پـورتـه پـورتـه غـورځـــي لاس بـه دي د نیـولـو تـوان نـه لــري او سـر بـه هڅـي ښـوروې پـه خـولـه بـه نـارې وهــــې څـوک بـه یــې نـه اوري ځــکه تـوان بـه درپکښـي نـه وي د دواړو ټـوټـو څــخه بـه دي خلــک خپلـي استفـادې کـوي څـو چــي مــړ شــې او بـد بـوي وکـړې بیـا نـو خــدای(ج) خبــر چــي د عـزت ښخـــول بـه دي پـه بـرخــه شــي او کـه نـه.
کـه دي د تـوري کـرښــي مخــنوای وکـړ پـوه شـه چــي ټـول ژونـد تـه دي سـر لـوړتیــــا ور وبخښـله.

نـو ډیـورنــډ کـرښــه هــم د پښتنـو لپــاره داســي کـــرغیــــــړنــه کـرښــه ده کـه دا کـرښــه پـه رسمیـت وپېــــژنــدل شــي، يا همداســي لاس تـر زنــې ورتـه کښېنو او پـه غبـــرګـون کـې د ږغ اوچتـولو لپــاره هيـــڅ جـرات نـه کـوٶ، نـو پښتـانـه بـه همــداسـي پـه بـرخــو بـرخــو وېشـلــي وي، یـوه بـرخــــه بـه یــې د آفغـانستـان پښتـانـه وي او دومــه بـرخــه بـه یــې د پـاکستـان پښتـانـه وي، چــي انګليس او د هـــغه اولاد پنجـاب تـه بـه د ټـول عمــر لپــاره زمـوږ د وژلـو ضمينه بـرابـره وي او پـه ډول ډول نـومـونـو بـه مـو د ځان د ګټــي لپــاره تـر تېــغ بـاســي او وژنــي بـه مـو، پـه آفغـانستـان کـي خـو ښـه دي ځـان آکثـــریت بـولــي او د پـاکستـان پښتـانـه چــي د لـویــه سـره یــې پـاکستـان پـه اکلـیت قـومـونـو کـي بـولــي او بیـا یــې پـه دو بـرخـو سـره ویښلـي دي د پښتـونخـــوا پښتـانـه او د بلـوچستـان پښتـانـه چــي بیـا یــې پـه خپلـو کـي دوه ستـر ګـونـدونـه هــم جـوړ کـړي دي. عـوامــي نشنـل ګـونـد او پښتـونخـوا ملـي عـوامـي ګـونـد نـور ګـونــدونـه خـو پـریـږده چــي نیــم پښتـانـه د پـردي سیاسـت ښــکـار دي، او پـه دې دوؤ(2) کـي چــي کـله کـوم ګـونــد د لـوی آفغـانستـان یـا پښتـونستـان یـا د پښتنـو لپــاره مبــــــاریـزه پیــل کـړي نـو دوم ګـونــد یــې د پـردو زورواکـانـو پـه مـټ د پـرزولـــو زیـار بـاســي ځـکه هــغه فــکر کـوي  کـه دا مبـــــاریـزه زه وکـړم نـو د آفغـــانـانـو پـه زړونـو کــي بـه د لـوی آفغانستـان لپــاره ځـائ پیــدا کـړم،
او کـه دوم ګـونــد پـه دې کـار لاس پـوري کـړي نـو لـومــــړی ګـونــد د نـورو پـه مـټ زیـار بـاســي چــي خپـل مـرام تـه پـه خپــله ځـان ورسـوي او پـه دې لاره کـي بـل چـاتـه وخـت ورنــکړي شـاتـه ګټــي پـردي ورڅــخه اخلـي پـه خـاص تـوګـه پنجـاب د دې دوؤ(2) ګـونـدونـو لـه نفـــاق څــخه ګټـي اخلــه چــي د ډیـورنــډ کشـالـه لا نـوره وځنــــډیـږي، تـر دې دا غـــوره خبــره ده چــي دواړه سـره یـو شـي نـو د پـاکستـان پـه ډیـرو زیـاتو ګـونــدونـو بـه یــې تـاثیــــرات هــم لــرل خـو بـدبختــانـه چــي دا وخـت د پـردیــو د ګټــو ښــکار دي نـو دواړه یـوالـــي تـه نـه پـریــږدي چــي سـره یـوځــائ شــي او د ډیـورنــډ کــــرغېــــــړنــه کـرښــه ورځ تـر بیلـي ځنــــډیـږي او پښتـانـه پکښــې زوریــږي!!!