کور / اقتصادي / د مالیې وزارت د امریکا متحده ایالتونو سره د ۱۰۰ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د ملي بودیجې له لارې هوکړه لیک لاسلیک کړ

د مالیې وزارت د امریکا متحده ایالتونو سره د ۱۰۰ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د ملي بودیجې له لارې هوکړه لیک لاسلیک کړ

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د سلواغې میاشتې په ۲مه نېټه د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو له سفیر ښاغلي جان آر بس، چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې، اداري مرستیال ښاغلي ګریګوري ایف هیوګر، او د افغانستان لپاره د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې لوی رئیس ښاغلي هربرټ سمیټ، هم شتون درلود د نوي پراختیایي مشارکت پنځم قسط د ۱۰۰ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیک په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک کړ.

یاده مرسته د ملي عوایدو راټولېدو، ملکي خدمتونو، د ولایتي بودیجې جوړونې پلي کولو، د ولسي تړون پروګرام، د اراضي ادارې پیاوړي کولو او د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې د اصلاحاتو راوستلو څخه وروسته د افغانستان حکومت ته ورکول کېږي.

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د دې هوکړه لیک لاسلیکولو په تړاو وویل: ” د هڅونې پروګرامونه د بنسټیزو اصلاحاتو په جوړولو او د افغانستان د حکومت لپاره د اختیاري سرچینو په چمتو کولو د  لومړیتوب لرونکو پروژو د پلي کیدو لپاره په پانګونې او د افغانستان ولس د هوساینې لپاره ډېر ارزښت لري. ”

د امریکا سفیر ښاغلي جان آر بس، د مالیې له وزیر څخه په اقتصادي برخه کې له اصلاحاتو راوستلو څخه د مننې ترڅنګ د دې هوکړه لیک په اړه وویل: “د امریکا متحده ایالتونو نوې مالي مرسته افغان حکومت ته د اصلاحاتو راوستلو په بدل کې ور کول کېږي.”

د یادونې وړ ده، چې د نوي پراختیایي مشارکت هوکړه لیک د ۱۳۹۴ کال د تلې میاشتې په ۱۱ مه (د ۲۰۱۵ کال اګسټ په ۳مه) نېټه کله چې افغان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته په سفر تللی وو لاسلیک شو، چې له مخې یې یاد هیواد د څلورو راتلونکو کلونو لپاره افغانستان ته د ملي بودیجې له لارې ۸۰۰ میلیون ډالره ځانګړي کړي وو.

مالیې وزیر د امریکا متحده ایالتونو له مرستو څخه د مننې تر څنګ د مرستې له اغیزمنتوب او روڼوالي څخه ډاډ ورکړ.