کور / راپور / په کندهار کي د نهال ايښودني کمپاين پيل سو

په کندهار کي د نهال ايښودني کمپاين پيل سو

سږ کال په کندهار کي د نهال ايښودنې پسرلنی کمپاين په (مثمر نيالګي د اقتصاد او غیر مثمر نيالګي د ښکلا لپاره) شعار سر پيل سو.ياد کمپاين د دوشنبې په ورځ د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا لخوا په کوکران فارم کي د نهال په ايښودلو سره پيل سو.

سږ کال به د ياد کمپاين پر مهال ۷۵۰۰۰۰ مثمر او غیر مثمر نيالګي په کندهار ښار او ولسواليو کي کښېنول سي. کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا اړوند ادارو ته سپارښتنه وکړه چي د نهالانو روزنې ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي ويسا له خلګو هم وغوښتل چي د نهالانو په ساتنه او روزنه کي د ښاروالۍ او کرهڼي رياست سره همکاري وکړي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا همداراز د رسنيو سره په خبرو کي وويل چي سږ کال به د کرهڼي رياست له لوري پر ۱۰۰۰۰ جریبه مځکه نوي باغونه هم جوړ سي.

هغه وویل، ولايتي اداره هڅه کوي چي زراعت ته پرمختګ ورکړي او له دې لاري اقتصاد پرمختګ وکړي.

د يادولو ده چي د دې تر څنګ به باغ لرونکو ته د انګورو باغونو د عصري سيسټم ته اړولو لپاره ۲۵۰۰۰ پايې هم ورکول سي.