کور / رسنۍ / جعلي ژورناليزم

جعلي ژورناليزم

 لیکنه: حافظ احمد نصرت

درسنیو اهمیت نن سبا دومره زیات سوی چې د یو حکومتي نظام په درې ګونو(قضائیه، مقننه، اجرائیه) قواوو سربېره اوس څلورمه قوه بلل کېږي، دا چې رسنۍ په رښتیا هم د حکومتي نظام په ټینګښت او پاېښت او همدارنګه په سقوط کې فعال رول لوبوي. نو  په کار ده چې د دې مسلک څخه يوه داسې په زړه پورې  او روا ګټه واخيستل سي ،چې خلک پرې حقيقي ژوند ته متوجه سي او په ټولنه کې سته ستونزې ورسره حل سي، ددې لپاره چې له دغه ډله ييزو (انځوریز،غږېز،چاپیزو،خواله رسنۍ او…) رسنيو څخه مثبته ګټه واخېستل سي،موږ ته په کار دي چې د رسنیو رسالت د ټولنیز چاپېریال په رڼا کې وپېژنو. په دې کې هېڅ شک نه سته چې په موجوده عصر کې رسنیو مو ځوان کهول په افراطي ډول منحرف کړی دی،بې دیني او سیکولریزم يې په بې ساري ډول په افغاني مسلمانه ټولنه کې خپاره کړي دی او په ټوله کې پروژې دي چې د غرب له خوا تمویلېږي او د افغانانو په ژبو (پښتو /دري) افغانانو ته په ذهن کې د بې دینۍ او بې غیرتۍ نظريې او مفکورې پيچکاري کېږي.دا خو يې يو څو ساري ما وړاندې کړل خو که د ټولنې متن ته مراجعه وکړو او د خلکو نظریات په دې اړه واخلو پایله به یې منفي وي،نو داسې دې څوک و نه انګېري چې ګواکې موږ د ژورنالېزم مخالف یو، نه! ژورنالېزم ته موږ په درنه سترګه ګورو او د ټولنې یو ارزښت يې ګڼو. ژورنالېزم  یو مسلک دی،نو لازمه ده چې ددې په هکله لنډ او خلاصه مالومات  ولرو،او په داسې طريقه يي استعمال کړو،چې د هېواد،ټولنې ،کلتور،عقيدې او د هېواد د بيا رغونې  په لار کې  ورڅخه کار واخلو زه د ژورنالېزم او خبريال سخت درناوی لرم او ورته په درنه سترګه ګورم ځکه چې زه خپله هم دې برخه کار کوم او ځيني شیان تر نورو ماته ښه معلوميږي. اوس خبر داده چې خبريالي او خبريال کيدل یو پاک او له احساس څخه ډک مسلک دی او په ټوله نړۍ کې یې خلک درناوی لري ولې په افغانستان کې ددې سپيڅلي او پاک مسلک څخه څومره چې اړتیا وه ګټه نه ده اخيستل سوې او تر ډیر بریده دا سپيڅلی مسلک د شخصي او ځانې ګټو ښکار سوی دی هر چاه د خبریال له نامه څخه په استفادې له مایک او کیمرې څخه ګټه پورته کړې ده. رسنۍ(میډیا) د حکومت او خلکو ترمنځ نښلوونکی پُل همدارنګه د نړۍ د ولسونو ترمنځ د پېښو په اړه د معلوماتو رسولو وسیله ده او خبريال همداسې د ټولنې هينداره ده چې د ټولنې وګړي خپل ځان پکې وویني که دا هینداره خیرنه وي نو د ټولنې دې خدای چاره وکړئ او په دې کې شک نسته چې افغانستان کې موږ یو شمیر همداسې خبريالان او رسنۍ لرو چې د ټولني لپاره زهر دي ترملي  ارزښتونو شخصي ګټو ته ژمن دی او ددې سپیڅلي مسلک څخه په استفادې خپل شخصي جیبونه ډکوي  دولس او خاورې غم ورسره نسته خپله ژبه،مایک او کیمره د پيسو پیداکولو لپاره چلوي نه د ټولنې د دردونو او ستونزو را برسیره کولو لپاره،داسې کسانو ته خبریال یا ژورنالیست نسو ویلای دا جعلي ژورنالیستان یا خبريالان دي د ټولیزو رسنیو قانون او ولسواکۍ له نامه څخه سوأ استفاده کوي. مسلکي ‌‌‌ژورنالېست هغو ژورنالېست ويلی سوو چې د ژورنالیستکي وسایلو له لارې د ټولنې ناخوالې دردونه د خلکو تر خولۍ ورسوي . ژورنالېزم ته په اسلامي ټولنه کې یو دروند رسالت ور په غاړه دی چې د دغه رسالت په بهیر کې لاندې عمده او مهم ټکي یادولی سو لومړی: خلکو ته دحقايقو روښانه کول دویم: د اداري فساد،اخلاقي فساد او  په هيواد کې د خيانتونو مخنيوى کول درېیم: دحق او باطل ترمنځ فرق کول څلورم: د لويديځ د کلتوري یرغل مخنیوی پینځم: د مسلمانانو تر منځ د يووالي او ورورولۍ عامول شپږم: د اسلامي احکامات تر ټولو انسانانو رسول دا او دې ته ورته ځینې شیان دي چي ژورنالېزم او خبريال یې باید ترسره کړي خبریال باید ډیره مطالعه ولري حد اقل په اونۍ کې باید یو کتاب مطالعه کړي،هر ورځ باید دسيمي،نړي له پيښو او حالاتو باخبره اوسئ د خبر لیکلو پروخت باید له رېښتونولۍ او بې پرې توب کار واخیستل سي د پېښو او حوادثو نقلولو پروخت باید کره او رښتیني خبرونه په بې پرې توګه نقل سي ځکه د درواغو او غیر مؤثقو خبرونو خپرول له یوه خبریال څخه خلک کرکجن کوي او په رسنیز ډګر کې یې‎ اعتماد ته هم سخت زیان رسوي چې بیا یې څوک په رښتیا خبرې هم باور نه کوي. د خپل هېواد، سیمې او نړۍ په کچه مشهورو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو په هکله باید پوره معلومات ولري او د هغوئ په ژوندانه او سیاسي تاریخ او تړونونو ځان خبر وساتي، د یوه کامیاب خبریال لپاره اړینه ده ترڅو د پېښو نقلولو پروخت خپله ګوندي اړیکه یوه طرف ته پرېږدي؛ حقایق او پېښې په پوره رېښتونولۍ سره خلکو ته له هرقسم تعصب څخه پاکې او بې پرې توګه ورسوي. ددې ترڅنګ ښه اخلاق باید ولري او د ټولني او ولس درد باید خپل درد وبولي که مو دا څه په یو خبریال يا ژورنالیست کې ولیدل نو پو ه سئ چې رښتنی او مسلکي خبريال  دی که یاد پورته ذکر سوو ټکو ته یې پام نه کاوه نو معلومه خبره ده چې جعلي خبریال دی او ددې پاک مسلک څخه ناوړه استفاده کوي.