کور / شعر / بغاوت

بغاوت

هرڅوک چې وینم، اوس پرې زه دا ستا ګومان کومهزه له هرچانه ستا پوښتنه په ایمان کومه

په زړه مې ګډه ګبڼۍ ده، ورته څه به وایم

بې تا روان یم، ملاقات مې دخپل ځان کومه

چې مابه مینه کړه، خودې به رانه کرکه کړله

زه به نکیر منکیر ته اول دغه بیان کومه

دوی وایي عشق د انسان پریږده، حورې کمې نه دي

زه وایم یه، په دې سودا کې خو تاوان کومه

هر مازدیګر تش لاس کاله ته بې نوا ستنیږم

دکاڼو ښار کې آیینې پلورم، دوکان کومه

دا ځل که مخه باندې راغله ورته هیڅ نه ګورم

داځل مې نیت دی، بغاوت به له سلطان کومه

زما خپل خلک اوس زما په ژبه نه پوهیږي

ښایي چې زه ورته کیسې د بل زمان کومه

زه یم کمزوری زه مجبور یمه، ترې لیرې ځمه

هرڅه چې پیښ شول خوزه ویره له انسان کومه

که په جنت کې وم، یاران به مې ډیر زیات یادیږي

زه به هغلته هم دخپل وطن ارمان کومه
علم گل سحر

۱۹/ ۲/ ۱۳۹۱ کابل- پښتونستان واټ

.