کور / رسنۍ / “پلاټو” د خبریال د پای لاسلیک

“پلاټو” د خبریال د پای لاسلیک

د ژورنالېزم په نړۍ کې داسې ډیر نوي او پخواني مفاهیم، موضوعات او ژانرونه ترسترګو کېږي چې، په وروسته پاتې هېوادونو کې د ډیری ژورنالیستانو او خبریالانو له لوري په رسنیز ډګر کې په اکاډمیک او علمي بڼه نه کارېږي. د ژورنالیزم ډیری معیارونه د خبریالانو او ژورنالیستانو له لوري وژل کېږې او په هغه سبک خپل رسنیز فعالیتونه پرمخ وړي، کوم چې یي په ناسمه بڼه او پرته له مطالعې له نورو انځور کړې وي. په دې لیکنه کې هغه موضوع راسپړل شوې ده، چې د افغانستان ډیری خبریالان یي هر ورځ په انځوریزو رسنیو کې په غیرې اکاډمیکه توګه په خپلو خبري رېپوټونو کې کاروي او په ناسمه توګه د ریپوټ تشه پرې ډکه کوي.

دا به د انځوریز ریپوټ کومه برخه وي؟  “پلاټو”.

د یادي کلیمي په اړه څومره پوهېږئ؟

که څه هم خبریالان د خبریالۍ پرمهال د “پلاټو” چاره ډیره ترسره کوي خو بیا هم ښایي ځینې له یادې کلیمې سره نااشنا وي.

پلاټو، اسټنډپ ((Stand up او یا(P.T.C)  PIECE TO CAMERA مترادفې کلیمې دي.

پلاټو یا اسټنډپ د ټلویزیوني ریپوټ هغه سیکونس یا برخه ده، چې خبریال کمرې ته مخامخ په مستقیمه توګه له لیدوونکو سره خبرې کوي. پلاټو یا اسټنډپ کیدای شي په انځوریز ریپوټ کې د خبریال د پای لاسلیک وبلل شي.

پلاټو معمولا د خبري ریپوټ په پیل، منځ او یا هم د ریپوټ په پای کې ځای پرځای کېږي. پلاټو یا اسټنډپ په حقیقت کې هغه وروستی چانس دی چې خبریال یي د ریپوټ د ایډیټ پرمهال د پیغام د لېږدولو په موخه ترې ګټه اخلي. نو له دې امله د خبرې ریپوت اړینه او مهمه برخه باید په کې ځای پرځای شي.

پلاټو کې معمولا درې لنډې او مهمې جملې ویل کېږي او هغه ټکې باید په کې وویل شي، چې په تصویر کې له سترګو پناه وي. په خبري ریپوټ کې د پلاټو وخت کابو ۲۰ ثانیې وي خو هیره دې نه وي چې د وخت له ډیریدو څخه یي باید په کلکه ډډه وشي. پلاټو په هغه ځای کې ترسره کېږي، چې په ریپوټ کې مهمه ونډه ولري، یعني لیدوونکي د ریپوټ د لیدو پرمهال له هغه ځای او مکان سره اشنا شوي وي.

د بېلګې په توګه: “د مجلس له لوري وزیرانو ته د باور رای ورکول.” له یاد ځای (مجلس) سره ټول لیدوونکي او مخاطبین اشنا دي، چې یوازې مجلس وزیرانو ته د باور رای ورکوي نو دلته باید د پلاټو چاره ترسره او په خبرې ریپوټ کې ورته ځای ورکړل شي.

او یا هم که کوم خبریال غواړي، چې له یوې مطبوعاتي غونډې ریپوټ جوړ کړي، نو د غونډې د پای ته رسیدو څخه وړاندې یعني (مخکې له دې چې میکروفونونه ټول شي یا خبریالان له هغه ځایه ولاړ شي) نو باید د پلاټو چاره ترسره کړي.

له بلې خوا ډیری افغان خبریالان به مو لیدلي وي، چې پلاټو کې د پېښې د بیانولو څخه وروسته د خپل نوم، تخلص، د ټلویزیوني چینل نوم او د پېښې د ځای یادونه کوي. د بېلګې په توګه: (پلانی خان، اي بي سي ټلویزیون، کابل). پلاټو کې د ورته ټکو یادول له یوې خوا د لیدوونکو پام بل لورې ته اړوي او له بلې خوا د خبري ریپوټ رنګ او خوند له منځه وړي. په پلاټو کې باید یوازې او یوازې د پېښې مهمه او اړینه برخه په دریو جملو کې وویل شي او بس.

دې ټکي ته باید ډیر پام وشي چې لیدوونکي د خبرې ریپوټ د لیدو پرمهال غواړي، پېښه د خبریال له لاسوهنې څخه پرته وګوري. په بله وینا، په خبري ریپوټ کې د لیدوونکو ټول پام د پېښې پر چاپیریال ورټول وي نو، دلته د خبریال موجودیت نه خوښوي، چې په اړه یي مالومات ورکړي. که په خبري ریپوټ کې هرڅومره د خبریال شتون لږ او سونډ افیکټونه (Sound effects) ډیر وي نو په هماغه اندازه د لیدوونکو د پام وړ ګرځي.

خبریال د پلاټو د ترسره کولو پرمهال د ټلویزیوني شبکې اړوند مایک چې پرې د اړوندې شبکې لوګو وي پر لاس ولاړ وي. د پلاټو د ترسره کولو پرمهال باید مایک له اوږې ښکته وي. د خبریال د بدن د زاویي او کمرې ترمنځ واټن باید (۴۵) درجې وي. دا چاره مرسته کوي چې لیدوونکي په اسانۍ سره د خبریال ترشا هغه ټول چاپیریال (بګروند) وګوري چیرې چې خبریال ولاړ وي.

پلاټو یا اسټنډپ د لاندې موخو لپاره درسره کېږي:

  • د پېښې د ځای یا مکان څخه حقیقي او مستند انځور وړاندې کول.
  • د ټلویزیوني چینل یا شبکې پیژندنه.
  • د خبریال مشهوریدل.
  • د تصویري موادو کموالی.
  • د مسئول کس نه حاضریدل.
  • د ارقامو وړاندې کول.
  • خبري ریپوټ ته د پای ټکی.

لیکوال: زاهد “صدیقي”