کور / راپور / ښاغلی سید حفیظ الله هاشمی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړي په توګه معرفی شو

ښاغلی سید حفیظ الله هاشمی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړي په توګه معرفی شو

نن چهارشنبه د سلواغې په ۴مه نېټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو په مرکز کې په جوړو شویو مراسمو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه غړو، د ولسمشرۍ ماڼۍ د استازي، د مشرانو جرګې استازو او چارواکو، د مدني ټولنو غړو او نړیوالې غړو ګډون درلود. د کمیسیون مشرتابه غړو د غونډې ګډونوالو، میلمنو او نوي غړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د د لوایحو، عملیاتي پلان او د حکومت او نړیوالو همکارانو له لوري د بودجې چمتووالي په اړه معلومات ورکړل. د کمیسیون غړو زیاته کړه چې ژمنه کوي چې د باور په جوړولو به رڼې ټاکنې ترسره کوي. خپلواکي به ساتي او هیچا ته به د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او د درغلۍ مخه به نیسي او په ګډه همکارۍ به ټاکنې ترسره کوي.  

ورپسې د ولسمشرۍ ماڼۍ استازي، د کمیسیون د غړي په توګه د سید حفیط الله هاشمي ګمارلو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر فرمان ولوستل. 

ښاغلي هاشمي له حکومت او ګمارنې کمیټې څخه کوروداني او مننه وکړه او زیاته یی کړه: دا دنده یو مسؤلیت دی او د کمیسیون د نورو همکارانو په مرستې به یی مخته وړي. ښاغلي هاشمي له باور جوړونې، د ټاکنو ترسره کولو لپاره د اړونده اورګانونو همکاري لاسته راوړل، د ټاکنو د ښکیلو اړخونو ګډې هڅې لکه د امنیتي بنسټونو، نړیوالې ټولنې، مدني ټولنې، رسنیو او قدرمنو علماؤ، د ښځو په ګډون، د کارکوونکو خوندیتوب او مسؤلیت ته کتنه، د حساب ورکونې او روڼتیا رامنځته کول یی له لومړیتوبو څخه وشمیرل. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان له خلکو سره ژمنه کوم چې په پوره ایماندارۍ او رښتینولۍ به د دوی له رأیو ساتنه کوم. 

د یادونې وړ ده د ټاکنو خپلواک کمیسیون د روان کال د مرغومې په ۵مه نېټه له حکومته غوښتي ؤه چې دوی ته د کمیسیون کمبود غړی را وپیژني ترڅو د کمیسیون د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شي او کمیسیون له بې برخلیکه او مبهم حالت څخه ووځي.