کور / سياسي / یوه حللاره، یوه عملي نسخه

یوه حللاره، یوه عملي نسخه

  1. عبدالغفور لېوال
    فیسبوکي روښانګرو، سیاسي مبصرینو، لیکوالو، رسنوالو او اغېزناکو ویناوالو!
    زه ستاسو لیکنې او ویناوې ارزښناکې ګڼم او د ځینو په څېر یې یوازې غیرعملي کړتې نه بولم، خو په وینادود کې مو یو بدولن راولئ :
    ترهګر، افراطیون او وحشیان مه غندئ، زارۍ مه ورته کوئ، رحم ته یې مه رابولئ، چیغې مه وهئ، ژاړئ مه، اوښکې مه بهوئ، ځکه ترهګر غواړي همدا. او چې تاسو څومره وسوزیږئ، وچغیږئ او وژاړئ، د دوی زړونه درباندې یخیږي. ستاسو ترهګر قاتلین انسانان نه، روبوټونه دي او عاطفه نه پېژني.
    دا هڅه هم مه کوئ، چې ترهګرو افراطیونو ته په دیني دلایلو یا منطق قناعت ورکړئ، دا بیخي ناشونې ده، دوی دا وحشت پر منطق او دیني بنسټ نه دی پیل کړی، چې تاسو به یې تفکر وربدل کړلای شئ. دا هڅه مو له ډبرې سره سر جنګول دي. اصلاً دوی مه ادرس کوئ، دوی ته خطاب کول، ښکنځل او رټل د ګونګټې خواري ده.
    نو څه باید وکړئ ؟
    شپه او ورځ او له هرې وسیلې کار واخلئ، چې له عقیدو او ایمانونو څخه وحشت، وینه بهول او انساني ضد کړنې وتوږئ! د خلکو ایمانونه د وحشت او ترهګرۍ له سیوري خلاص کړئ.
    هغه اصطلاحات او تش په نامه مقدس مفاهیم او توري چې وژنې، وحشت او ترهګرۍ پاروي د خلکو له فرهنګه وشړئ. انسانوژنه د لیوني سپي د زهرو په څېر ثابته کړئ، چې نور نو هيڅوک خپل تنکي زوی ته اجازه ورنه کړي، چې خپل مسلمان هېوادوال وژنې پسې ټوپک راواخلي.
    سوله نه په شوراګانو راځي او نه د سولې په نامه په غلاوو. سوله نه سرکار راوستلای شي او نه پردي کفار. د سولې لپاره فرهنګي انقلاب په کار دی او افغاني رنسانس.
    سوله د ذهنیتونو مینځل غواړي. د افغان انسان ذهنیت باید له هغه زهرجن افراطیت څخه ومینځل شي، چې له ( انسان) څخه وژونکی او داړونکی ځناور جوړوي.
    شعارونه هم مه ورکوئ، بلکې په خپلو روښانګرو لیکنو او ویناوو کې لاندې مفاهیم ثابت کړئ !
    – دا جګړه له دیني باورونو د استخباراتي ګټې اخیستنې ککړه لوبه ده او هر افغان باید خپل اولاد ترې لرې وساتي.
    ـ افراطیت او ترهګري لیونتوب دی، جنون دی، رواني ناروغي ده او پرخپلو کورنیو پام کوئ، چې په دې وایروسي خطرناکي ناروغۍ اخته نه شي.
    دا هېواد زموږ دی، سرچینې یې زموږ دي او همدا موږ به یې جوړوو، څلویښت کاله د ملت لویه تېروتنه او د فاجعې تر بریده ټولیزه ښوېیدنه دا وه، چې په ټوپک او ټوپکوال پسې روان ول. اوس باید ټول ټوپک او ټوپکوال د تاریخ په ډېران کې خښ شي او یوازې په هغو کادرونو پسې روان شو، چې وطن ودانولای شي.
    که روښانګرو د ملت تګلوری دومره بدل کړ، چې نور په ټوپکوال پسې نه، بلکې په ابادوونکیو پسې ولاړ شي، نو یوازې څو سپږن خیرن ټوپکوال به د خپلو ښځو او میندو له خوا هم سنګسار شي. پر دې باور ولرئ !