طالبان په يوه ورځ د 12 بريدونو او مقابل لوري ته د زيان ادعا کوي

د لراوبر اداره | جولای 16th, 2008


طالبان نژدې هره ورځ له يوه ناڅرګند مطبوعاتي دفتر له خوا د خپلو دوو ويندويانو قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد له خولې د افغان دولت ، ملي پوليسو او ملي اردو تر څنګ پر بهرنيو ځواکونو او د هغوی پر اکمالاتي کاروانونو د بريدونو خبرونه خپروي چي ډير کم يې د نړيوالو او کورنيو مطبوعاتو له خوا خپريږي ، دا چي طالبان په ريشتا هم دومره غښتلي سوي چي په يوه ورځ دي پر کورنيو او بهرنيو ځواکونو وسله وال بريدونه ترسره کړي ، يا دغه ټول بريدونه چي طالبان يې خبرونه خپروي ريشتيا دي ؟ څرګندول يې اسان کار نه دی ځکه چي د نا امنيو له امله زياتو سيمو ته د خپلواکو ژورناليستانو ورتګ ناشونی دی . لراوبر ويبپاڼه د طالبانو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وروستي راليږل شوي خبرونه يوازي دا ځل کټ مټ ددوی په قلم وړاندي کوي .

کاپيسا کې څلورتنه پوليس مړه او يواکمالاتي موټر سوځول شوی


ذبيح الله / مجاهد2008-07-15


د تفصيل له مخې ، تيره شپه د کاپيساولايت د نجراب ولسوالۍ مرکز ته څيرمه د اسلامي امارت دمجاهدينو له لوري د ګوډاګۍ ادارې دپوليسو پر امنيتې پوستوبريدترسره شوی ،چې له امله يي څلورتنه پوليس وژل شوي او ګڼ شمير نورژوبل شوي هم دي .


دیوه بل خبر له مخې نن مازديګر مهال ددې ولايت د تګاب ولسوالۍ ته پرغزيدلي سړک ددښمن د اکمالاتي کاروان يوه عراده موټر سوځول شوي او چلونکي يي د مجاهدينو د اوسنۍ پاليسي برابر وزل شوی دی .


د چارباران ولسوالۍ مرستيال ونيول شو


ذبيح الله / مجاهد 2008-07-15


نن مازديګر مهال ،د پکتيکا ولايت د چار باران ولسوالۍ مرستيال (قلندرخان )چې د پروان ولايت د غوربند ولسوالۍ اوسیدونکي دی ، د اسلامي امارت دمجاهدينو له لوري ددې ولسوالۍ مرکز ته څیرمه ژوندۍ ونيول شو ، د برخليک په اړه به يي ددې ولايت د مجاهدينو نظامي شوری همدانن شپه وروستنۍ فيصله وکړي .


 دووچاودونوپه فراه کې يوولس تنه خارجي عسکر ووژل


قاري / یوسف احمدي2008-07-15


دهغودووچاودونوله امله چې نن له غرمې مخکې د فراه ولايت د فراه رود او دلارام په ولسواليوکې پر خارجي عسکروترسره شوي ،له امله يي يوولس تنه وژل شوي او ګڼ شمیرنورټپيان شوي هم دي .


خبرزياتوي چې لومړۍ چاودنه نن سهار نهه بجې دفراه رود ولسوالۍ د” ترخصک” په سيمه کې دفراه رود ولسوالۍ اوفراه ښارترمينځ پر غزيدلي سړک ديوې چاودنې په ترڅ کې پنځه تنه خارجي چې په سيمه کې پلي په ګزمه بوخت ول ، وژل شوي دي .


دارنګه ديوه ورته بريدپه ترڅ کې نن تنکۍ غرمه يوولس بجې ،ددې ولايت ددلارام ولسوالۍمرکزته نژدې د “نيمروز “په دوه لاره کې د مجاهدينو له لوري د خارجي عسکرويوټانګ په ماين الوزول شوی چې په نتيجه کي يي ددښمن پوځي ټانګ ويجاړ شوی اوپکې ناست عسکر چې شمير يي شپږوتنوته رسيدی ، ځای پرځای وژل شوي دي .


ترچاودنې وروسته سيمه ددښمن له خوامحاصره شوي او د وژل شووعسکرود انتقال لپاره يي دچاودنې ځای ته چورلکه راغوښتي اومړي يي د خپلومرکزونوپه لور انتقال کړي دي .


لغمان کې ديارلس تنه کورني عسکر وژل شوي


ذبيح الله / مجاهد2008-07-15


د هغودوو بريدونوپه ترڅ کې چې د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ په اړوندوسيمو کې داسلامي امارت دمجاهدينو له خوا پرکورنيوعسکروترسره شول ، په ترڅ کې يي ديارلس تنه کورني عسکر وژل شوي دي .


د خبر له مخې لومړۍ بريدتيره شپه د دې ولسوالۍ د”جوبن” په سیمه کې دمجاهدينو له خوا د کورنيوعسکروپر پوسته شوی ، چې په نتيجه کې يي ددښمن پوسته په بشپړه توګه فتحه شوي اوپکې اوسیدونکي پنځه تنه عسکر وژل شوي او دپوستې وداني ته يي اور اچولی دی .


دبريدپه پايله کې يوتن طالب هم شهيدشوی دی .


دارنګه نن سهار ددې ولسوالۍ د “شمشخيلو”په سيمه کې د مجاهدينو له خوا دکورنيوعسکروپرپوځي کاروان بريدشوی چې له امله يي ددښمن يوپيکپ موټر ويجاړ شوی اوپکې ناست عسکر چې شمير يي اتوتنوته رسيدی ، ځای پر ځای وژل شوي دي .


دبريدسره سم ددښمن سره مخامخ جګړه پیل شوي چې يوساعت يي دوام وکړ ، په پايله کې دلته هم  دوه تنه طالبان شهيدان شوي دي .انالله وانااليه راجعون


 کونړکې ددښمن مرکزونه تربريدونولاندې راغلي


ذبيح الله / مجاهد2008-07-15


تيره شپه د کونړولايت د نرنګ ولسوالۍ مرکزته څيرمه د کورنيوعسکرو پر امنيتي پوستوباندې داسلامي امارت دمجاهدينو له خوا بريدونه ترسره شوي چې له امله يي دپوستو ودانيوته سخت زيان اوښتی ،يوتن عسکر  مړاوبل يي سخت ژوبل شوی دی .


دیوه بل خبر له مخې تيره شپه لس بجې، دمناګي ولسوالۍ د” کنډيګل” په سیمه کې د امریکايي عسکرو پربيس د درندو او سپکو وسلو مخامخ بريدشوی ،خودښمن ته دوراوښتو تلفاتوپه اړه دمګړۍ معلومات نه دي ترلاسه شوي .


تربريدوروسته ددښمن له خوا په سيمه کې بمباري شوي ، خو مجاهدينو ته پکې زيان نه دی اوښتی .


 


لوګر کې د کورنيوعسکروموټرپه يوه ماين والوزول شو


ذبيح الله / مجاهد2008-07-15


نن غرمه څه کم دولس بجې ، دکورنيو عسکرو يوپيکپ موټر په داسي حال کې د اسلامي امارت دمجاهدينو له خوا په ماين والوزول شو ، چې کله ددوی دموټرونوکاروان د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د” زيدآباد “په سيمه کې “مس عينک” ته پر غزيدلي لاره روان وو .


د خبر له مخې په چاودنه کې ددښمن موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی اوپکې ناست عسکر چې شمير يي څلوروتنوته رسيدی ،ځای پر ځای وژل شوي دي .


ترچاودنې وروسته دبريدځای ته نورګڼ شمیر پوليس راغلي اووژل شوي عسکر يي د ولسوالۍ په لور ليږدولي ، خو ويجاړموټر اوس هم دچاودنې په ځای کې پاتي دی .


کندهار کې يوې چاودنې خارجي عسکرو ته درنده مرګ ژوبله واړوله


قاري / يوسف احمدي 2008-07-15


نن سهار اوه بجې ، د هغې درندې چاودنې له امله چې د اسلامي امارت د مجاهدینو له خواد کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ د “سنځري” په سيمه کې د کندهار – هرات پر لويه لاره دبهرنيوځواکونو پر کاروان ديوه ايښودل شوي ماين په مټ  ترسره شوه ، له امله يي خارجي عسکرو ته درنده مرګ اوژوبله واړوله .


خبر زياتوي چې په چاودنه کې ددښمن دوه سرف ډوله جيپان له منځه تللي اوپکې ناست دولس تنه خارجي عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نورټپیان شوي هم دي .


تر چاودنې وروسته ،ددښمن پر ځواکونودسپکو وسلو بريد هم شوی ، چې بالاخره په سيمه کې د يوې مخامخ جګړې لامل شو، خو په جګړه کې مجاهدينو ته زيان نه دی اوښتی .


خوست ته نژدې ددښمن دوه اکمالاتي موټر وسوځول شول


ذبيح الله / مجاهد 2008-07-15


نن سهار مهال ، دخوست ښار ته نژدې د دې ولايت د دومندو ولسوالۍ د “سيدخيلو” په سیمه کې د اسلامي امارت د مجاهدينو له خوا ددښمن پر لوژستيکي کاروان د بريد په ترڅ کې دوه عرادې باروړونکي موټرچې کانتينر پکې باروو، وسوځول شول .


دیوه بل خبرله مخې ،د خوست ولايت د” اسماعيل خيلو” په ولسوالۍ کې د”بادام باغ “په سیمه کې يوتن جاسوس چې په چرګ يي شهرت درلود، دمجاهدينو له خوا وژل شوی دی .


 


پکتياکې درې اکمالاموټر سوځيدلي


ذبيح الله / مجاهد2008-07-15


تیره شپه ، دامريکايي عسکرو درې اکمالاتي موټر په داسي حال کې سوځول شوي چې کله ددوی اکمالاتي کاروان دپکتيا ولايت د “شيواک” ولسوالۍ د” شبک تنګي” په سيمه کې د تيريدوپه حال کې وو .


خبرزياتوي چې په برید کې درې واړه موټرونه چې خوراکي توکي پکې بار وو او د امريکايي عسکرو مرکزونوته يي لیږدول ، سوځول شوي اوافغان چلونکي يي ځکه وژل شوي چې څوځله د مجاهدینو له لوري ورته ددغه کارنه د لاس اخيستلو خبرداری ورکول شوی وو .


دامریکايي ځواکونود اکمالاتي کاروان درې واړه سوځول شوي موټرونه اوورسره د پنځو تنو چلونکومړي دبرید په ځای کې پراته دي .


 غزني کې د ګيروپر ولسوالۍ بريدشوی


ذبيح الله / مجاهد


تيره شپه دولس بجې، د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ پر ودانۍ اوشاوخوادريو امنيتي پوستو باندې داسلامي امارت دمجاهدينو له لوري د سپکو او درندو وسلو بريد ترسره شوی دی .


په بريدکې چې نيم ساعت يي دوام درلود، دولسوالۍ اوشاوخواودانيوته سخت زيان اوښتی ، خو دښمن ته پکې د وراوښتوتلفاتوپه اړه دمګړۍ معلومات نه دي ترلاسه شوي .


تربريدوروسته په سيمه کې دامريکايي ځواکونوله لوري بمباري هم شوي ، خو هيڅ ډول تلفات نه لري .


دیوه بل خبر له مخې ،داجيرې اردو درې تنه هغه عسکر چې څه موده مخکې د مجاهدينو له خوا ددې ولايت د مقر په ولسوالۍ کې د کندهار-  کابل پر لويه لاره د يوه موټر نه راکوزکړای شوي ول ، تيره شپه د مجاهدينو له خوا تر هغې وروسته ووژل شول چې په سيمه کې يي دلټون په اړه ددښمن له خوا عمليات پيل شول .


د وژل شوو عسکرو مړي في الحاله ددې ولسوالۍ مرکز ته څيرمه په يوه کلي کې پراته دي .


په نرڅ کې ددښمن درې پوستې له منځه وړل شوي


ذبيح الله / مجاهد 2008-07-15


تيره شپه، د هغه وسله وال اوپراخ بريد په ترڅ کې چې ګڼ شمير مجاهدينوپکې برخه اخستي وه او د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د “غلوغونډۍ “په سيمه کې دداخلي عسکروپر امنيتې پوستو تر سره شو، له امله يي ددښمن درې واړه پوستې له منځه وړل شوي دي .


خبرزياتوپه بريد کې چې يوساعت يي دوام درلود ، په پوستو کې اوسيدونکي دولس تنه عسکر وژل شوي ، اوځينې يي دبريدپه پيل کې تښتيدلي چې په لاره کې په “کشميري کلا”کې مجاهدينوورته کمين نيولی وو .


په کمين کې تښتيدلي عسکر ټول ځای پرځای وژل شوي دي .


په کمين اوپوستوکې د وژل شوو عسکرو ګڼ شمیر وسلې ،نورډول ډول مهمات او مرمۍمجاهدينو ولجه کړي او په خيريت سره د خپلومرکزونوپه لورستانه شوي دي . 


هلمندکې شپاړلس تنه خارجي عسکر ووژل شول


قاري  / يوسف احمدي 2008-07-15


دهغوبيلابيلوبریدونوپه ترڅ کې چې نن سهار اوتيره ورڅ داسلامي امارت د مجاهدینو له خوا د هلمند ولایت د سنګين اوموسی کلاپه ولسواليوکې پرخارجي ځواکونو ترسره شول ، له امله يي ددښمن شپاړلس تنه عسکر ووژل شول .


دتفصيل له مخې نن سهاراوه بجې ، دسنګين ولسوالۍ په بازارکې د “مجيدخان “په څلورلاره کې پنځه تنه انګريزان په داسي حال کې ووژل شول ،چې کله يي پرپلي ګزمه د مجاهدينو له خوا د يوه ریموټ کنټرول ماين په توسط درنده چاودنه ترسره شوه .


په چاودنه کې ددښمن پنځه تنه عسکر ځای پر ځای وژل شوي او ګڼ شمير نوري ټپيان شوي هم دي .


ديوه بل خبر له مخې ، تيره ورځ مازديګر پنڅه بجې ،ددې ولايت د سنګين ولسوالۍ بازارته نژدې د” امان الله غونډۍ” په سيمه کې دخارجي عسکرو يوټانګ په ماين والوزول شو،چې په نتيجه کي يي ددښمن ټانګ ټوکري ټوکري شوی اوپکې ناست عسکر چې شمير يي پنځوتنوته رسيدی ،ځای پر ځای وژل شوي دي .


دارنګه تيرماښام اوه بجې، ددې ولسوالۍ ترڅنګ دموسی کلاولسوالۍ د”شباروز” په سيمه کې د مجاهدينو او د اشغالګرو عسکرو ترمينځ مخامخ جګړه رامينځته شوه چې يوساعت يي دوام درلود، په پايله کې يي ددښمن شپږ تنه وژل شوي او ګڼ شمير نورټپيان شوي هم دي .


په سيمه کې مخامخ جګړه هغه مهال رامينځته شوه چې کله اشغالګرو عسکرو د مجاهدينو پر سنګرونومخامخ پلي بريدوکړ .


د جګړې په پايله کې يوتن طالب هم ژوبل شوی دی


 

Copyright Larawbar 2007-2024