کور / تازه خبرونه / ولسمشر لوی څارنوال له دندی ګوښه کړ.

ولسمشر لوی څارنوال له دندی ګوښه کړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي لوی څارنوال عبدالجبار ثابت نن له دندی ګوښه کړ ، ولسمشر کرزي نن سهار د راګ په ماڼۍ کې لوی څارنوال ته د دهغه د ګوښه کېدو اعلان وکړ ، د ولسمشرۍ ماڼې نه لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي د لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د لوی څارنوالۍ دنده د هغه د سیاسي اهدافو سره په ټکر کې وه په همدی دلیل ولسمشر هغه له دندی ګوښه کړ ، عبدالجبار ثابت تېره ورځ د رسنیو له لاری د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ځان نومولو خبر ورکړی وو ، دا ډول عبدالجبار ثابت پخواني لوی څارنوال نن په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې ده استعفی نده ورکړی او دی برطرفه شوی دی ، هغه وویل چې ولسمشر کرزی دده سره د ولسمشرۍ سیالۍ نه شي کولای نو ددی لپاره یې دی له څوکۍ برطرفه کړی.