کور / علمي / آیا لوېدیځ پسې اقتدا د پرمختګ په مانا ده؟

آیا لوېدیځ پسې اقتدا د پرمختګ په مانا ده؟

لیکوال: زاهد صدیقي

په لوېدیځ کې د نویو او مډرن تمدنونو رامځته کېدل او پراخېدل، په غیر لوېدیځو او اسلامي هېوادونو کې یي ځواکمن شتون د دې لامل شو چې، انساني ژوند له ګڼو بېلابېلو ستونزو او کړاونو سره مخ کړي او مسلمانان يي له سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیز، فکري او ذهني پلوه هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړل. په اسلامي نړۍ کې له یاد وضعیت څخه د خلاصون په موخه درې ډوله فکري خوځښتونه وزېږیدل.

  • د لوېدیځ پالنې فکري خوځښت.
  • لوېدیځ ضد فکري خوځښت
  • د دیني (ریفورم) اصلاح فکري خوځښت
  • د لوېدیځ پالنې فکري خوځښت: د یاد خوځښت تګلاره او فکر له لاندې کسانو سرچینه اخلي. سید احمد خان له هند څخه، طهطاوي، مصطفی کامل ، محمد حسین هیکل له مصر څخه، محکم خان او تقی زاده له ایران څخه.

له بنسټونو، ارزښتونو، غربي نمونو، کلتور او د لوېدیځ تمدن، د سکولاریزم او لیبرالیزم پر بنسټ لیدلوری، ماتریالیزم، سوسیالیزم او ناسیونالیزم څخه تقلید او هراړخیز منل یي د یاد فکري خوځښت له ځانګړنو څخه شمېرل کېږي. د یاد فکري خوځښت باور دا دی، چې کلتور او تمدن یو دی که څوک غواړي چې په بشپړه توګه متمدن او عصري شي نو، باید په بشپړه توګه او په ټوله مانا لوېدیځ ومني او خپل ژوند د لوېدیځوالو مطابق برابر کړي. په دې برخه کې اصلي ستونزه اسلامي حجاب او عربي لیک (خط) بولي چې، د تجدد او عصري کېدو مخه یي ډب کړېده. په ټوله کې یاد فکري خوځښت په دې اند دی، که څوک غواړي متمدن او عصري شي نو باید، د لوېدیځ ټول علمي، فکري، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ارزښتونه ومني او په بشپړه توګه د لوېدیځ تابع داري وکړي.

  • لوېدیځ ضد فکري خوځښت: یاد فکري خوځښت په بشپړه توګه او په کلکه د لوېدیځ د استعمار او بې دینۍ مخالف دي. له لوېدیځ څخه د مسلمانانو له لوري ټولې تر لاسه شوې لاسته راوړنې په مطلقه توګه ردوي او وایي؛ د لوېدیځ څخه نه علم، نه ټکنالوژي، نه د پرمختیا نمونه او نه د لوېدیځ ارزښتونه غواړو. یاده فکري ډله په دې اند ده، چې د مسلمانانو ذهن او ژوند باید د لوېدیځ له ککړتیا او ناوړو څخه پاک شي او له لوېدیځ سره هره اړخیزه اړیکه پرې شي او نور باید لوېدیځ ته نه ووایو. یاد فکري خوځښت د مسلمانانو د فساد او تباهۍ لامل لوېدیځ بولي او په بشپړه توګه لوېدیځ ردوي.
  • د دیني (ریفورم) اصلاح فکري خوځښت: یاد فکري خوځښت بیا بېل نظر لري. د دیني اصلاح فکري خوځښت د مسلمانانو د وروسته پاتې والي د مسئلې د حل په موخه، د داخلي انحطاط او د لوېدیځ د مسئلې پر وړاندې رامنځته شو. یاد فکري خوځښت نه په ټوله مانا لوېدیځ مني او نه یي په ټوله مانا ردوي. د دې فکري خوځښت له پلویانو څخه یو هم سید جمال الدین دی. نوموړی په دې اند دی، چې مسلمانان باید خپلواکه شي، د لوېدیځ له علم ،فن او ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي ، ځانونه پیاوړې کړي او په پایله کې دې له لوېدیځ سره د ځواک، پرځان باور او د خپل هویت پر مټ دې د لوېدیځ پر وړاندې سنګر ونیسي. دا به هغه وخت وي چې، مسلمانان له لوېدیځ سره سیال شي ، نو په دې صورت کې کولای شي چې د لوېدیځ پروړاندې راپورته او پر ضد يې مبارزه وکړي او ودریږي.

پوښتنې:

ایا لوېدیځ منل د پرمختګ لامل ګرځي؟

ایا د لوېدیځ په پله پل اېښودل مو عصري توب ته رسوي؟

“دا چې نه په ټوله مانا لوېدیځ ومنل شي او رد شي.” د سید جمال الدین یاده وینا تر کومه بریده سمه ده؟

دا چې اسلامي ټولنې د پرمختګ او پرمختیا پرلور پل کېږدي او په کې هر اړخیز پرمختګ رامنځته شي، نو نشي کیدی چې، په ټوله مانا لوېدیځ ومنل شي او د پرمختګ کاروان او پل یي نمونه او بېلګه انځور شي.

یا هم کوم تعریف چې له پرمختیا څخه وړاندې شوی. د پرمختیا اصطلاح د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته سر راپورته کړ. د پرمختیا کلیمه په لغت کې د لفافې یا ټوکر څخه د راوتلو په مانا ده. د عصري کولو د تیورۍ پر بنسټ له لفافې یا ټوکر څخه مطلب سنتي ټولنه، سنتي فرهنګ او د هغه اړوند سنتي ارزښتونه دي چې ټولنې د عصري کېدو په موخه باید له دې سنتي پړاونو څخه بهر شي، چې

دا چاره د اسلامي ټولنو لپاره له یوې خوا ناشونې او له بلې خوا له حقیقت څخه لرې ده.

د لوېدیځو او اسلامي ټولنو ترمنځ داسې ډېر کلتوري، فرهنګي، مذهبي او دیني ارزښتونه شته چې، له یو او بل سره په ټکر کې دي. خو بیا بل لوري ته د لوېدیځو ټولنو سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، پراختیایي او ټکنالوژیکي پرمختګ د پام وړ دی. که چیرې دلته د دیني اصلاح فکري خوځښت تګلارې ته پام وکړو چې نه په ټوله مانا د لوېدیځ د پرمختګ او پرمختیا پر پل ګام کېږدو او نه ېې په ټوله مانا رد کړو او یا هم د سیدجمال الدین هغه وینا چې “مسلمانان باید د لوېدیځ له علم، فن او ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي ،ځانونه پیاوړې کړي او په پایله کې د خپل ځواک او پرځان باور پر مټ د لوېدیځ پروړاندې راپورته، پر ضد يي مبارزه وکړي او په نړیوالو معادلات کې خپل شتون ته نور ګوته پرغاښ کړي.”

د دیني اصلاح فکري خوځښت او د سیدجمال الدین تیوري ته په کتو سره په ډاډ او ځواک څرګندېږي، چې دا چاره شونې ده او کېدای شي چې اسلامي نړۍ او مسلمانان له روان کړکېچ څخه خلاصون ومومي.