کور / سياسي / دبل  په زور گوت څنډنې

دبل  په زور گوت څنډنې

سويډن / مالمو

د۲۰۱۸ ز کال دجنوري ۲۶

ليکوال : حبيب الله غمخور

درنوهيوادوالو!

نړيوال بايددافغانستان دجمهوررئيس دملي حثيت   نه  ملاتړ وکړي .

زه دامريکا ددولتی ادارې ددې دريز پلوی کوم چې دملک جمهور رئېس بايد داواک ولري چي خپل مامور له يوې دندي نه بلې ته  تبديل اويا بيکاره کړي  .

جالبه داده که معلم  صاحب والي وي ،هرڅه پرځاي اوامنيت برقرار دي اوکه له ده نه غوښتنه وسي چې داچوکی پرېږده ،نوسمدواره دملک امنيت ته داسي زيان رسېږي اوله وسله والو گواښونو سره مخامخ کېږي چې پايله به یې ملی ناخواله وي . داپدې معنا چي دخپل مقام ساتلو په خاطر هرڅه ته تياردی ،که داملک په اورکي سوځي ،نوداښاغلی به وايي مانه وه ويلې چې څه به وسي .دايوه بله بهرنی  مرموزه پروژه ده چي بايد مخه یې ونيول سي .

پدې ورستيوکي  دمزاردايسته سوی والی معلم عطا گوت څنډنې  يوڅه تيزي سوی دي ،پخوامي فکر کاوه چې په خبرواولافو به چارواکي اوبي واکي  ډاره وي اودپيسونوکران به په  ځان پسي کشوی . چې متاسفانه پدې کارکي دبهرنيو په مشوره ډېر ماهر اوډېر وطن پلورونکی یې په ځان پسي کش کړی ، چې له نېکه مرغه ددې هريوه تيره يا سابقه  موږ ته لمر غوندي روښانه ده .

خواوس چي ورته گورم  پرون یې دده لخوا رانيول سوو چي معلم صاحب ورته افغان ولس وايي ،خوپدې اوس هرڅوک خبردی چې هريو يوې داسي غونډې ته  دپيسو په بدل کي ځي ،داهغه حقيقت دی چې يو وخت يوه عادي افغان راته قيصه وکړه ،ويل یې که دا صاحبان  هوښياردي ،نو موږ هم هوښيار يو ،دوي موږ راټوله وي چي الله اکبر ووايواوپرموږ  پسې اخلي،نو موږ هم ورنه پيسې غواړو .دوي موږ ته  تر روزمزدوری زياتي راکوی ځکه ددوي جلسوته ورځو .

په هر حال  اساسي خبره داده چي  که دادمعلم صاحب عطا نارنجی واسکټونه چې زه نه پوهېږم دا بياچاورته ډالی کړي وه کار ونکړی ؟ منطق خودادی چي  بيا به څه کوي ؟ معلم دې سوال ته جواب ويلی  ،وايي  تردې نارنجی واسکټو وروسته    کېداي سي بله لار غوره کړو .

دده په ټولو څرگندونوکي خلک پدې بيروی چې بيا به وسلې ته لاس کړي  .

بلکل سمه خبره ده ،وسلې ته به لاس کړي ، خو هغه وخت  دويته امريکا اودامريکا ټولو نړيوالو دوستانو دپاکستان له لاري وسلې اوپيسې لېږلې،ځکه دوي تراوسه دپاکستان داستخباراتو په کتاب کي داجنټ په نوم ثبت دي اولکۍ نسي ښورولاي . اوس چې امريکا ورته وايي : لاليه پرځاي کښېنه ،ددې جهاد او معلم عطا يا جميعت  تنظيم  پر قدرت ساتلولپاره ددوي دهرډول هڅو چې پکښي پيسې لگېږي دا پسې  به څوک ورکوي ؟؟؟

خداي دي وکړی چې دوي وسلې ته لاس کړی  دابه معلومه سی چې دا وسله له کومه ترلاسه کوي ؟

په هغو لاريونوچې په قانون کي ورته اجازه نده ورکړه سوې ،دقانون له مخې بغاوت دي اودبغاوت په مقابل کي دولتی ادارې مکلفيت لري چې دبغاوت مخه ونسي .دپردو د زېړ رنگو رالېږل سوو واسکټو په اغوستلو دنظام چپه کول او گوت څنډنه احمقانه ده . ماته لمر غوندي روښانه ده چې دغه ډول گوت څنډنې  دبهرنی ځواک لخوا ددوي پر شاټکونې روښانه بېلگه ده چې په هکله یې افغان ولس بايد خپل ملی دريز بايد څرگند کړی .