کور / سياسي / اسلام ساتي که ځان؟

اسلام ساتي که ځان؟

ليکنه : ح حقوېش

پاکستان له لومړۍ ورځي د خپلي بقاه لپاره د اسلام څخه ګټي اخستې دي، او هلته یې تل خلک غولولي دي چي موږ د اسلام لپاره قرباني ورکوؤ. او له هم هغې ورځي یې د بې ګناه افغانانو د وژلو لپاره ملاتړلې ده، چي په لومړي ځل یې په بابړه کي په سلګونو افغانان شهیدان او په زرګونو یې ژوبل کړل، چي وروسته یې د تداوي لپاره په روغتونونو کي هم نه پرېښودل. دا افغانان په لومړي ځل د اسلام په نوم قرباني شول ځکه هغوۍ د خپلواکۍ غوښتنه کوله، انګلیسانو د پاکستان د بقاه لپاره له اسلام څخه ګټه واخسته او اسلامي فتوا یې په خپله منکره خوله صادره کړه چي دې خلکو د یوه اسلامي هېواد په خلاف لاریون کړی دې باید ټوله وؤ وژل شي، هغه وؤ چي د انګلیس د اولاد په مټ سلګونه افغانان تر تېغ تېر شول.
د هغه وروسته د امریکایانو لاس ته ولوېدل چي د مجاهدینو په پروژه کي د اسلام په نوم ورته ښه ولوبېدل، او د امریکا د ډالرو لپاره یې په میلینو افغانان شهیدان او ژوبل کړل، ورسره یې په میلینو افغانان بې کوره کړل، یتیمان یې کړل، ناوې کونډي شوي، میندي بوري شوې، خوندي بې وروره شوې او داسي نوري ډیري ناخوالي. چي د هیڅ افغان نه هیریږي.
له هغه وروسته یې د امریکایانو په مټ په افغانستان کي د اسلام تر نوم لاندي خپل منځي جنګونه جوړ کړل، چي په لکونو افغانان یې قرباني شول. دې جنګ کي له طالبانو څخه ګټه واخستل شوه. چي وروسته امریکایانو په خپله د افغانستان جنګ ته راودنګل، هغوۍ د افغانانو له غمه نه وؤ چي ولي دومره افغانان ناحقه شهیدان کیږي او ژوبلیږي، هغوۍ په اسیا کي د خپلو ګټو لپاره راودانګل چي بل وخت د اسیا د ځواکمنو هېوادونه مخه ډب کړي. هغه وؤ چي د دوی د راتګ سره طالبان د څو کالو لپاره په بشپړه توګه له منځه ولاړل یا یې له اوسني دولت سره ګډون وکړ. خو له دوؤ یا درو کلنو وروسته د امریکا په مټ دا ډاله بیا راپیدا شوه، چي څو امریکایان د ځان د پاتي کېدو لپاره دلته جنګ اوږد وساتي او خپلي ګټي تر لاسه کړې. نو دا پروژه د اسلام په نوم بیا پاکستان واخسته چي په افغانستان کي وجنګیږي. نو له لسو کلونو یې د امریکا لپاره دا پروژه وچلوله چي په لر او بر افغانانو کي يې په ميلينو افغانان خورک شول، چي تر اوسه پوري تکراريږي،
خو اخز د اشرف غني له ډيرو هلوځلو ورسته پاکستان خپله ځانښودنه وکړه، او خپله فاسيده قواره يې د افغانستان په ځاى ټولي نړۍ ته وښوده، خو له دې سره سره افغان طالبانو پنجابيان ونه پېژندل چي لا وږه په وږه ورسره ولاړ دي، څو ورځي وړاندي هغوۍ وٶ ويل چي موږ د امريکا لپاره په افغانستان کي 57800 بريدونه کړي دي، او تېره ورځ يې دا هم وٶ ويل چي امريکا زموږ د حريم څخه 1.2ميليونو الوتني کړې دي،
دې هر څه ته په کتو سره ښکاره خبره ده چي پاکستان په بشپړه توګه د نورو تر واک لاندي دې او خپلواک نه دې، او په اوس وخت کي تر ځان لويي خبري يې هڅي د پروتو لغتي دي، هڅي ځان او خپل اولس غولوي،
لومړي خبره خو دا ده چي پاکستان ولي د امريکا لپاره په افغانستان بريدونه کول، افغانستان يې ګاٶنډى هېواد دې، او تر امريکا يې ډيري ګټي ورسره ګډي دي، د دې هر  څه باوجود هغه په افغانستان بريدونه کول، نو آيا پاکستان په اسيا کي تر نورو ډير ځواکمن دې، اقتصاد يې قوي ده، بهرنۍ ستونزي نه لري، خپلي منځنۍ ستونزي نلري او که څنګه؟ د دې هر څه په اړه يې ټولي نړۍ ته مالومات شته، او بل امريکا ولي د پاکستان د حريم څخه بې له کوم قرارداده 1.2ميليونه الوتني وکړې او ماليه يې ورنکړه، چي اوس يې د هغوۍ د فشار له امله ورته دا خبره رامخته کړې ده، چي کومي مرستي د امريكا لخوا له پاکستانه سره شوې دي، د هغوۍ په بدل کي مو د افغانستان په بې ګناه مسلمانانو 57800 بريدونه کړي دي او په ناحقه مو لکونو افغانان د امريکا د ډالرو لپاره شهيدان کړي دي، او بل پاکستان چي کلونه کلونه د امريکا لپاره خپل حريم ځانګړى کړى وٶ، د هغوۍ ډالر يې خوړل او حساب کتاب يې نه منلو خو په هم هغه ورځ به يې د ماليې اخستلو قرارداد کړى وٶ، چي د پردو مرستو په ځاى به يې خپل عوايد وٶ او په خپل ځاى به يې مصرفول، خو دوى د کرايي قاتلان يواځي تر ډالرو پوري محدوده دي، چي څوک ورته ډالر ورکوي بيا نه اسلاميت پېژني او نه انسانيت،
خو له دې سره سره طالب وسلوال لا د پاکستان څخه سرچينه اخلي او خپل سکه وروڼه د پنجاب د ګټو لپاره تر تېغ باسي،
اسلام په ټوله نړۍ کي يو اسلام دې چي په ټول انسانيت يو ډول پلي کيږي، خو طالب جان د هغه پنجابى په فتوا او وسله باندي خپل افغان وروڼه شهيدانوي، او ځان د هغوۍ په وينو جنت ته بيايي، خو هم  هغه پنجابى اسلام هر وخت د خپلو ګټو لپاره کاروي لکه څنګه چي تېره ورځ د پاکستان د علماٶ شورا مشر طاهر محمود اشرفي د اشرف غني په هغو خبرو نيوکه وکړه چي څو ورځي وړاندي د پنجاب علماٶ په خپل هېواد کي ځانمرګي حرام بللي وٶ او  په افغانستان کې روا بللي وٶ، چي وروسته اولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني علماٶ دې فتوا ته په اشارې وٶ ویل، چي د اسلام اصول په ټوله اسلامي نړۍ کې تطبیقېږي، نو دا فتوا دي د افغانستان په حق کي هم تطبیق شي او د اسلامي فتوا تعبیر دي په یوه هېواد پورې نه محدودېږي.

خو د اشرف غني په څرګندونو د پاکستان د علماوٶ د شورا مشر طاهر محمود اشرفي تند غبرګون وښود. هغه تېره ورځ په یوه ناسته کي د وینا پر مهال وٶ ویل، چي افغان اولسمشر دي د پاکستان په وړاندي د تورونو د لګولو په ځای دي د افغان علماٶ په خلاف اقدامات وکړي. اشرفي زياته کړه چي د پاکستان د علماوٶ شورا غړي د پاکستان سیاسي او امنیتي حالاتو ته په کتو فتوا صادروي او افغان ولسمشر هم باید د حالاتو په اساس او افغان علماٶ په مرسته دي فتوا صادر کړي.