کور / تازه خبرونه / په زابل کې د واکسین درې ورځني کمپاین پیل شو

په زابل کې د واکسین درې ورځني کمپاین پیل شو

په زابل کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د واکسین درې ورځني لومړي کمپاین ددې ولایت دمرستیال والي رحمت الله یارمل له لوري یوه ماشوم ته دواکسین دووڅاڅکو په ورکولو پیل سو.

دزابل مرستیال والي رحمت الله یارمل ددې کمپاین دپیل پرمهال خبریالانو ته وویل چې یاد کمپاین به د مرکز کلات په ګډون په ټولو ولسوالیو کې طبیق شي او ددې ولایت ترپنځو کلونو کم شاه وخوا یوسل او شپږڅلویښت زره ماشومان واکسین شي.

ښاغلي یارمل زیاته کړه چې سږکال پدې ولایت کې دګوزڼ یا فلج کومه مثبته پیښه نلري او دسیمي له اوسیدونکو،دیني عالمانو او قومي مشرانو یې وغوښتل چې دواکسین په طبیق کې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي او خپل بچیان واکسین کړي.

دزابل مرستیال والي دغه راز دواکسین په برخه کې په عامه پوهاوي ټینګار وکړ او زیاته کړه دواکسین اړوند کارکونکي باید پدې په اړه جدي کار وکړي.