کور / تازه خبرونه / ‎دکابل خونړی پېښو په هکله د پښتونستان تحریک اعلامیه

‎دکابل خونړی پېښو په هکله د پښتونستان تحریک اعلامیه

کابل – پښتونستان واټ

د کابل او هیواد وروستیو پېښو هیوادوالو ته ستر ځاني، مالي، رواني، سیاسي او ټولنیز تاوان رسولی چی له مخی یې هیواد او وګړو ته سترناورین پیښ شو، پښتونستان تحریک د ورستیو ترورستی پېښو په کلکه غندنه کوی، قربانیانو ته یی د پاک رب څخه بدیل غواړی، مریضانو ته عاجله شفا، شهیدانو ته اجر عظیم.

په هیواد کی دا نه وروستی پېښه ده اونه به هم آخری پېښه وی، خو د هیواد او ولس دښمنان هروقت له یوه سوری څخه مونږ چیچلی یو، مونږ په دی پېښه کی د امنیتی ارګانونو درهبریی ضعف، بی کفایتی، خرڅلاو او په دندو نه پوهیدل ګنو او هم د نړیوالو دوستو هیوادونو نه همغږی په ګوته کوو.
د نړی سترو استخباراتی شبکو، پټو ادارو او سازمانونو ته په دی هکله پوره مالومات شته چی د تروریزم ځاله، تمویل مرکز، تجهیز، لوژستیک، استخباراتی او تخنیکی چارو روزونکی څوک دی او له کوم آدرسه ترهدف پوری رسول کیږی.
پښتونستان تحریک په شهید سردار محمد داوود خان روغتون، زنبق څلورلاری، شاشهید، انترکانتینتال هوتل، صدارت څلورلاری او ورته پېښو کې د تاریخی دښمن لاس ، دیپلوماتیک همکاری او د کور په دننه کی د امنیتی ارګانونو بی مسؤلیتی ، د رهبری اومشرتابه بی کفایتی او خیانت مشترکه حلقه دخیله ګنی او په نړیوالو ددی عام وژنی ژر ترژره د ختمولو غوښتنه کوی.
مونږ د نړیوالی ټولنې فعال غړی یو او د بشری حقوقو ټول سازمانونو او اداری مکلفی دی ترڅو زمونږ دمظلومیت غږ و نړی ته ورسوی اوعاملینو ته یی د امنیت شوری لخوا سخت اقدام وکړی.
همداراز پښتونستان تحریک د کرغیړنی کرښی دواړه خوا د پښتنو ځوانانو ، مشرانو وژنه، ترور او په زور اوجبر زندان ته اچول، دسیسی جوړول، جګړی ته هڅول، په زور یی ټوپک په اوږه ایښودل ژر تر ژره بندیدل غواړی ، په ولس او هیوادوالو غږ کوو چی سره یو موټی شی او په یووالی او اتحاد سره د دښمن مخه ونیسی او پردی ټوپک ته په پوره اتحاد سره نه ووایاست او په ځای یی د خپلواکی نعره خپله کړی.
همداشان په کابل کی د ارګ په مسؤلینو غږ کوو ترڅو هغه بی کفایته، بی درایته، بی مسؤلیته، غیر مسلکی، ناپوه، خایین، جاسوس کسان له امنیتی ارګانونو له دندو ګوښه کړی چی له وجی داسی پېښی رامنځته کیږی.
په درنښت
پښتونستان تحریک