کور / سياسي / په دې اونۍ کې څو خونړیو بریدونو ته کتنه

په دې اونۍ کې څو خونړیو بریدونو ته کتنه

ليکوال: ا-ځواک

د 2018 د جنوري په شلم ماخستن( د  1396هـش، د لیندۍ یا قوس دېرشمه) یوې ډلې وسله والو ترهګرو، د کابل په زړه کې، په انترکانتیننتال هوتل یرغل وکړ چې ډېر مادي او انساني زیانونه یې واړول او ټول کابلیان یې پهاور کې ډوب کړل!

په دې یرغل کې د مسوولینو په وینا ګڼ ملکي افغانان په شهادت رسېدلي چې له دې جملې څخه مېرمن زابلي، داکتر پویان؛ په کراچۍ کې افغان قنسول، احمد فرزان؛ د سولې د عالي شوری کارکوونکی، حارث مهمند؛ ځواندیپلومات او د فراه د مخابراتو رییس!  او په بهرنیانو کې د کام ایر پیلوټان او عمله راځي چې د اوکراین، قزاقستان، ونزویلا، جرمني، یونان او اسپانیا اتباع دي.

خو په ډاډ سره ویلای شو چې د دغو بهرنیانو مرګ جایز نه دی؛ ځکه دا خلک چې ډېری یې د کام ایر هوایي کرښې کارګر دي دنده یې دا وه چې تجار یا سوداګر انتقال کړي ناروغان هند او یا نوور ملکونو ته انتقال کړي، حاجي صاحبان انتقال کړي د حج د فریضې په موخه او همدا شان افغان مسافرین انتقال کاندي له هېواد بهر او یا هېواد ته او بله دا چې د بې ګناه انسان وژل د ټول بشر د وژلو په مانا دی!

د کال 2018 د جنورۍ په څلور ویشتمه (د 1396 هـ. ش د سلواغې یا دلوې څلورمه) په ننګرهار کې د ماشونو د ملاتړ پر دفتر برید وشو چې په پایله کې یې پنځه کسان ووژل شول او 25 تنه ټپيان شول چې د مرستندویه ټولنو د کار کوونکو وژل هم نا جایز کار دی او همدا شان څو نورې خونړۍ لکه د بلخ او فراه پېښې.

د کال 2018 د جنورۍ په څلور ویشتمه (د 1396 هـ. ش د سلواغې یا دلوې څلورمه) د کابل ښار صدارت څلور لارې (شنبې ورځ) خو د دې اونۍ تر ټولو خونړۍ برید (ځانمرګي برید) چې د چارواکيو په وینا، د وژل شویو کسانو شمېر لږ ترلږه ۱۰۳ کسانو ته رسېدلی او ۲۳۵ نور کسان ټپيان شول.

د دې خونړۍ پېښې په لوړمۍ شپه ډیری کابلیانو له ویره ډکه شپه تېره کړه مطلب دا چې چا په خپلو وژل شويو عزیزانو ژړل او چا په سړه هوا کې د خپلو عزیزانو د موندلو په موخه په سړکونو او د روغتونو د دروازو او یا د روغتونونو په انګړونو کې لالهانده منډې ترړې کولې تر څو د خپلو عزیزانو مړي او یا هم د ټپیانو له حال څخه خبر شي؛ نو آیا د دې خلکو چیغې او نارې به الله جل جلاله نه وي اورېدلي او یا دا خلک به ها نه لري؟ یو متل را په یاد شو چې وایي (څاه کښوونکی په خپله په څاه یا کوهي کې غورځي)؛ نو مانا دا چې د دې کار عاملین هم له ورته سرنوشت سره له شک پرته مخ کېدای شي یعنې خپلې میندې به یې ورپسې لالهانده ګرځي، نه به یې مړي په لاس ورځي او نه هم ژوندی؛ خو دا کسان دې په دې پوه وي چې د بل کور په ورانولو سره به د خپل کور ودانولو په آرمان کې د تل له پاره وي؛ خو کېدای شي چې یوازي دومره به وکړي چې د خپل ملک بچیان به د غم په ټغر کېنوي او بس یعنی که هغه د مېرمنې وژل وي، که د کوچنیانانو وژل وي او یا هم دکاندار، رستورانت والا، چاپخانې والا، لارویان او یا ملي پولیسو وژل وي او ټپي کول او یا دې ته ورته نور خیانت کول چې دا د اسلامي او ملي ارزښتونو سپکاوي دی او دا ډول کړنې د انساني کرامت او هېواد د تباهۍ سبب کېږي او د دښمنانانو د خوښۍ عامل کېږي؛ ځکه د دښمنانانو یوازیني هیله او ارزو زموږ د ارزښتونو د له منځلو وړلو هیله چې دا دښمنان په دې ښه پوهېږي چې د افغانانو له پاره تر ټولو غوره ملي ارزښتونه دا دي چې دوی همیشه د له منځه وړلو هیله درلوده او لري یې:

لومړی افغانۍ تولنه د کور دننه هیڅ اغیار له اجازې پرته نه پریږدي او د کور او کوټې دیوالونه د نورو لپاره سره کرښه بولي. که چیرې کوم وګړی د داسې خطا مرتکب شي؛ نو مېشته ټولنه ډېر په بده سترګه ورته ګوري او د کور خاوند د مرګ ګواښونه بالاخره په عمل بدلوي.

دویم افغاني ټولنه په داسې حال کې چې مختلفې مذهبي پرګنې لري خپل اسلامي او فرهنګي مقدسات دي.

درېیم د ا فغانستان سیاسي جغرافیایي نښې یا سرحدات د افغانانو سره کرښه ده چې اغیارو ته اجازه نه ورکوي چې بې پوښتنې (وېزې) او له ځان پېژندنې پرته د دې سرې کرښې نه د تجاوز په نیت را واوړي؛ نو د دې ټولو له پاره یوه ځواک ته اړتیا ده چې هغه ملي اردو، سرحدي پوليس او ملي منیت په مټ ممکن دي؛ ځکه دا یوه جوته خبره ده چې په اوسني عصر کې که خدای مه کړه یو ځل وغورځېدې نو بیا پاڅېدل یو وخت غواړي؛ نو د ملي ارزښتونو له لاسه ورکول موږ ټولو ته ډېر ګران پرېوزي او یا بیا رغول او سمبالول به یې ډېر وخت ته اړتیا وي.

نو له ټولو مې هیله مې دا ده چې د انسان وژنې پر ځای انسان جوړونې ته مټې بډ وهئ او د جګړې په ځای چې تورتم، کرکه، نفرت، بې امني او بربادي راوړي. سولې ته کار وکړئ چې د ټولو بدبختیو مخه نیولای شي او خلک له سولې سره د آرام ساه ایستلای شي او د اسلامي ارزښتونو او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا سبب کېږي.

پای