کور / راپور / د وروستيو بريدونو په هکله د علماوو غبرګون

د وروستيو بريدونو په هکله د علماوو غبرګون

 د افغانستان د علماوو شورا نن په يو خبري غونډه کي په افغانستان کي وروستي بريدونه وغندل. د علماوو شورا نن په يوه اعلاميه خپره کړه چي پکي ويل شوي : وسله وال مخالفین د عامو افغانانو پرضد د پردیو جګړه مخ ته وړي ، د افغانستان د علماوو شورا وايي د وسله والو مخالفینو وروستي بریدونه ښيي، چې دوی په ښکاره توګه د افغانانو پر وړاندې جګړه کوي. د افغانستان د علماوو شورا نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو وروستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او هغه یې له ټولو اسلامي او انساني اصولو سره په ټکر کې وبلل. 

د علماوو شورا ویلي، چې په ځلونو یې ځانمرګي بریدونه ناروا بللي دي او دغه ډول بریدونه چې عام انسانان پکې وژل کېږي په اسلام کې هېڅ ځای نه لري. د دیني علماوو په وینا په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو جګړه نه ده، بلکې د افغانانو د بربادۍ لپاره د بهرنیو استخباراتي کړیو له لارې پیل شوې جګړه ده. 

علماوو شورا د ملي یووالي پر حکومت غږ وکړ، چې د افغانانو په ساتلو کې هڅه وکړي ځکه د ملت د امنیت ساتل ددوی فریضه ده. 

علماوو شورا همدا راز پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو غږ وکړ، چې د خپلو خونړیو بریدونو توجیهات دې په اسلام کې نه لټوي ځکه اسلام د خونړیو بریدونو او وحشیانه جګړو د تر سره کولو اجازه نه ده کړې. 

د علماو شورا رییس قیام الدین کشاف د پاکستان د علماو شورا د فتوا په اړه وویل چې قران شریف یوازي د پاکستان لپاره نه ده نازل شوی.