کور / تازه خبرونه / ایساف : په نورستان او کنړ کې ولسي خلک ندي وژل شوي.

ایساف : په نورستان او کنړ کې ولسي خلک ندي وژل شوي.

دناټو په مشرۍ دایساف د ځواکونو له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغه ځواکونه هغه رپورټونه ردوي چې په دی وروستیو کې د رسنیو له لوري خپاره شوي ایساف وايي چې په نورستان او کنړ ولایتونو کې دوی ولسي خلک ندي په ګوته کړي، د دوشنبې په ورځ د نورستان د والي مرستیال عبدالمعلم او د پولیسو د قومندانۍ نه حیات الله خلیل ادعا کړی وه چې دایساف ځواکونو د نورستان په کټګل او نیشګرام کلیو کې تر دیرشو پوری ولسي خلک وژلي ، دوی وايي چې د دوی بمبارۍ له دغو کلیو په دری څلویښت کیلومټرۍ کې شوي ، په دی وروستیو کې د ایتلاف او ایساف ځواکونو په عملیاتو کې په لسګونو ولسي خلک وژل شوي دي، د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دواده په مراسمو د ایتلاف ځواکونو بمونه وورول او تر څلویښتو زیات ښځې او ماشومان یې ووژل.