کور / تازه خبرونه / ایساف یو سرتیری له لاسه ورکړی.

ایساف یو سرتیری له لاسه ورکړی.

دناټو په مشرۍ دایساف د ځواکونو له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو یو سرتیری نن د پروان په ولایت کې له لاسه ورکړی ، ایساف ویلي چې دغه سرتیري یې په داسې حال کې له لاسه ورکړی چې نه جګړه وه او نه هم کومه نښته ، ایساف وايي ددغه سرتیري هویت نه شي په ډاګه کولای او د هغه د وژنې په اړه پلټنې روانې دي.