" /> " /> " /> " /> په يونان کښي تر سل ځايه زیات اورونه بل سوي دي   – لراوبر ویب پاڼه
کور / z_buitenland_news -- 5 / په يونان کښي تر سل ځايه زیات اورونه بل سوي دي  Fotos

په يونان کښي تر سل ځايه زیات اورونه بل سوي دي  Fotos

په يونان کښي دوچوالي او توند باد له امله تر سل ځايه زیات د درختو اورونه بل سوي دي .


يوناني تلويزيوني شبکې خبرونه ورکړي چي هلته ديونان دمرکز (آتن) په لويديځ کښي ۲۰۰ هکتاره ځنګلي مځکه او نباتي کروندې داور په لمبو کښي پټي دي خو څوک نه دي زخميان سوي .


او ديونان د اطفائیې څانګي ويلي چي: ” په تيرو ۲۴ ساعتونو کښي مو ۱۰۲ ځایه اورونه مړه کړي، هرڅه تر کنټرول لاندي دي مګر داور خطر دتوند باد له امله خورا غټ ښکاري . ”



همدارنګه دتېر ۲۰۰۷ م کال ددوبي په موسم کښي هم په يونان کښي د درختو اورونه بل سوي وه چي پکښي ۷۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی .