کور / تازه خبرونه / د هند لومړي وزیر له ولسمشر غني سره غمشریکي وکړه

د هند لومړي وزیر له ولسمشر غني سره غمشریکي وکړه

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن غرمه له جمهوررئیس غني سره د ټیلیفوني تماس له لارې پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې په وروستیو تروریستي بریدونو کې د یو شمېر هېوادوالو پر شهادت او ټپي کېدو د هند د خلکو او حکومت په استازیتوب د افغانستان خلکو او حکومت سره خواشیني څرګنده کړه او دغه ترهګریز بریدونه یې په سختو ټکو وغندل.

د هند لومړي وزیر په دغه ټلیفوني تماس کې جمهور رئیس غني ته وویل، زموږ او ستاسو په ګاونډ کې د تروریستانو پټنځایونه او روزنیز مرکزونه دي چې د دغه وړ بریدونو لپاره تمویل او تجهیز کېږي. هغه ټينګار وکړ چې د ترهګرو او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره باید هند او افغانستان خبرې وکړي او په دې برخه کې لا جدي مبارزې ته ادامه ورکړي.

ښاغلي مودي وویل، هېواد یې د ټپیانو د درملنې په برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او هند تل د ښه ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دی.

جمهوررئیس غني د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب د هند د خلکو او حکومت د همدردۍ او غمشریکۍ مننه وکړه او هند یې د افغانستان صادق او رښتینی دوست وباله. هغه زیاته کړه، رښتینی ملګری همداسې وي چې په سختۍ کې خپله خواخوږي څرګنده او ستاسو په څېر د هر ډول همکاری چمتووالی وښیي.

د هېواد جمهور رئیس د افغانستان او سیمې د جغرافیې په اړه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د لیدلوري او فکر قدرداني وکړه او په ټینګار سره یې وویل، د دې وخت را رسېدلی دی چې د تروریزم د ملاتړو هېوادونو د لا منزوي کېدو په برخه کې باید هڅې نورې هم چټکې شي.

جمهور رئیس غني همدارنګه په کابل ښار کې د سلواغې د اوومې نېټې فاجعه د بمبۍ او نیویارک ښار د سپتمبر د یولسمې نېټې تروریستي بریدونو سره ورته وبلله او یو ځل بیا یې د هند د لومړي وزیر له خواخوږۍ او له افغانستان سره د یاد هېواد د سخاوتمندانه مرستومننه وکړه.