کور / سياسي / د بهرنيو چارو وزارت او افغان سفارتونو په هکله د قرار څرګندوني

د بهرنيو چارو وزارت او افغان سفارتونو په هکله د قرار څرګندوني

Majeed qarar مجيد قرار

یو مهم یادښت (هیله ده ټول ملګري یې، که مخالف هم وي، خو چې ځان افغان ګڼي، راسره شریک کړي)

په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت ۹۰٪ ډپلوماټان د جهادي قوماندانانو نازولي اولادونه، د وکیلانو زامن، او د یوه ګوند غړي دي، چې درګرده له هېواده د باندې د نظام او افغانستان په بدنامولو بوخت دي، په واشنګټن کې مو پاکستاني ډپلوماسۍ ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي، او په نه امکاناتو خو په مظلوم او ځورېدلي اواز مو، چې د شهیدانو او کونډو رنډو د مظلومیت راز پکې دی، د نورو د ملیونونو ډالرو لابي عاجزه کړې ده، په هېواد کې د لنډه غرو لخوا درګرده په وولیو کې په خنجر وهل کېږو.

دا خبره له دوستانو سره ځکه شریکوم چې د هېواد د دښمنانو د توطیو او کار نوعیت ټولو ته جوت شي. له ډېرې مودې راهیسې، خو مشخصا له تېرې اونۍ راهیسې د افغانستان ګڼ سیاسیون زما تحریف شوي او د غلط تعبیر وړتیا لرونکي پوسټونه او ټویټونه د مخکې په جېب کې ګرځوي، چې هر بهرنی او کورنی ویني، همدا ورته کوي چې د واشنګټن سفارت نا اهله دی، فاشیسټ دی او موږ یې ژر تر ژره بدلون غواړو.

لومړی خو دې ټولو افغانانو ته د افغانستان پر سر قسم وي چې فاشیست نه یو، او هغه څه به وایو او کوو چې د وطن په خیر وي.

دوهم، له ټولو دوستانو هیله کوو چې د سیاسي فشارونو په صورت کې مو ملاتړ وکړي. زه په اوسنۍ دنده کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوه عادي مامور د ژوند په امکاناتو ژوند کوم، په دې اعتبار دا دنده په شخصي لحاظ نه یواځې دا چې یوه ذره اهمیت نه راته لري، بلکې هره ورځ پاتې کېدل مې په پوروړي کېدلو او شخصي تاوان تمامېږي، خو د مسؤولیت په لحاظ په دې ویاړم چې د حمدالله محب تر قیادت لاندې د یوه فعال د غړي په توګه مو د واشنګټن هر دهلېز د افغانانو د پیغام له انګازو ډک کړی، له ماشومانو، تر سپین ږیرو، د سنا تر غړیو، تر رسنیو، تر پوهنتونونو، تر څېړنیزو مرکزونو، تر ټویټره، تر فیس بوکه هر ځای د افغانانو په درد غږېدلي او ژړېدلي یو.

درېیمه دا چې موږ په دنده کې هیڅ ډول ګوندي، یا د ټیم یا د ډلې خبره نه ده کړې، بلکې د افغانستان مسایل تشریح کوو. هو. په دې کې شک نشته چې د ټالیب ترڅنګ د مافیا، جنګ سالار، لنډه غر، قاچاقبر او لغړي خبره خامخا کوو. دا خبرې نه په کوم ټیم پورې اړه لري، نه په کوم قوم، یا سمت پورې. لنډه غر د غني په ټیم کې هم ول، لنډه غر سم نیم پښتانه دي، لنډه غر شمال او جنوب نه لري، لنډه غر مذهب نه لري. لنډه غر لنډه غر دي چې په ښار کې د تورو شیشو موټر ځغلوي، بې لایسنسه وسلې ګرځوی، نامسؤول وسلوال ګرځوي، اختطافونه کوي، ترافیک ډبوي، پولیس ډبوي، د بهرنیو چارو وزارت نماینده ګۍ یې ډکې کړي او د افغانستان د ګټو پر خلاف ګوندي کمپاین کوي.

دا چې جمعیت ګوند په طبیعي توګه ځان د لنډه غرۍ دفاع ته اچولی او د لنډه غرو په اړه هره تبصره ځان ته نیسي او مشران یې زموږ ټویټونه په جېب کې ګرځوي، دا د لنډه غر لپاره زموږ تعریف نه، بلکې د جمعیت د خپلې ږیرې خاشه ده.

البته دا یادونه ضروري ده چې په واشنګټن کې هم په ټول سفارت کې یواځې څلور تنه کارمندان د جمعیت غړي نه دي. پاتې ټول اتلس تنه یې یا د قومامندانانو، یا د وکیلانو زامن او یا د جمعیت د ګوند ژمن غړي دي.

دا پوسټ لیکل ضروري و. د لنډه غرو او زموږ کیسه په دې حساس وخت کې بېخي سره خط ته رسېدلې ده. زما ملاتړ مه کوئ، خو د خدای پار دی، د ډپلوماسۍ سنګر مو، چې د ګټو ساتلو تر ټولو، تر ټولو او تر ټولو مهم سنګر دی، وژغورئ. د بهرنیو چارو وزارت تصفیه کړئ، کنه له افغانستانه د ابد لپاره لاس و وینځئ. راتلونکې څو ورځې او نیږدې اونۍ بیدار اوسئ.