کور / راپور / انجینر داوود: که په لسو ورځو کې مې سرنوشت معلوم نه سي بیرته لندن ته ځم

انجینر داوود: که په لسو ورځو کې مې سرنوشت معلوم نه سي بیرته لندن ته ځم

د بلخ لپاره نوي ټاکل سوي والي انجینیر داود له یوه حکومتي چارواکی سره په لیدنه کې ویلي چې ارګ او سپیدار ماڼۍ ته یې پیغام استولی او ورته ویلي یې دي که چیرې په راتلونکو لسو ورځو کې د نوموړي سرنوشت معلوم نه سي نو بیرته به لندن ته لاړ سي . د معلوماتو له مخې انجینر داود ویلي راتلونکو لسو ورځو پورې مې د بلخ د والي په توګه له ټاکل کیدو نیږدې دوه میاشتې پوره کیږي خو حکومت لا هم په دې نه دی توانیدلی چې خپل حکم عملی کړي ، انجینر داود ویلي که راتلونکو لسو ورځو کې ستونزه حل سوه خپله دنده به پيل کړم که ستونزه حل نه سوه نور نه غواړم چې خپل حیثیت د سیاسی توطیو ښکار کړم نو بیرته به لندن ته لاړ سم .